د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

افغان عسکرې د تالاشۍ لپاره روزل کيږي


افغان ښځې د مشکوکو کسانو د کورونو د تلاشۍ لپاره روزل کيږي، نژدې يوه اونۍ وروسته تر دې چې امريکايي پوځيانو د شپې په مخه عمليات د يوې موافقې له مخې افغان ځواکونو ته وسپارل د ښځينه افغان پوځيانو روزنې ته اړتيا زياته شوه، څو د ضرورت په وخت په تلاشيو کې برخه واخلي.

اووه ويشت کلنه سارا دلاور د لرګينو موانعو له شا د ډزو پر مهال لکه نارينه ښکارې. دا د افغان ځانګړيو پوځيانو په ډله کې ده.

د دې لپاره چې د شپې په مخه افغان ځواکونه د اړتيا په وخت د کورونو پلټنه کوي نو ښځينه عسکرو ته ضرورت شته څو په تلاشي کې برخه واخلي.

سارا دلاور چې مخکې په جوزجان کې پوليسه وه رويټرز اژانس ته وويل، بهرني پوځيان علميات کوي او دوي زموږ له دود دستور سره بلد نه دي، خلک انتقاد کوي، نو موږ راغلو چې له دې ځواکونو سره يوځاي شو او د خپلو خلکو خدمت وکړو.

سارا دلاور زياته کړه، ما له طالبانو سره جګړه کړې، خو د شپې په مخه ما تر اوسه له ياغيانو سره جګړه نه ده کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ازادي راډيو ته وويل، د شپې په مخه عمليات افغان ځواکونه کولي شي او په دې عملياتو کې ښځو ته اړتيا شته:

« افغان ځواکونه د اوس لپاره دا وړتيا لري چې د شپې په مخه عمليات وکړي او د دې عملياتو لپاره ښځينه عسکرو ته اړتيا شته څو په تلاشيو کې برخه واخلي، ښځينه عسکرې هم شته »

سارا دلاور يوه له هغو دولسو ښځو عسکرو ده چې د ځانګړيو افغان ځواکونو په ليکو کې روزل کيږي.

په افغانستان کې د شپې په مخه د بهرنيو ځواکونو له لورې له عملياتو سره ګڼو افغانانو مخالفت کاوه او دا عمليات يې د خپل دود دستور مخالف ګڼل، په تيره بيا چې په کورونو کې ښځې دي.

خو تيره يکشنبې د امريکا له متحد ايالاتو سره افغانستان موافقه وکړه چې د شپې په مخه عمليات به تر دې وروسته افغان ځواکونه کوي او بهرني به د هغوي ملاتړ کوي. د دې تړون له مخې کورونه ته به د بهرنيو پرځاي افغان ځواکونه د تلاشي لپاره ننوځي.
XS
SM
MD
LG