د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

لي دریان: اوس له افغانستانه د فرانسوي سرتیرو د ایستلو وخت دی


د فرانسې سوسیالیست ګوند ویلي، یو لویه مسله چې دوي پرې د فرانسې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ټینګار کوي هغه تر ټاکلي وخت د مخه د افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو د ایستلو مسله ده .

ددې ګوند د دفاعي چارو مسول ژان يي ویز لي دریان د رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي دي: هېواد به یې دا غوښتنه راپورته کړي چې د امریکا په مشرۍ افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه د پوځي جوړښت او همدا راز د افغانستان د ماموریت په اړه څیړنه ترسره کړي .

د فرانسې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې فرانسوا هولنډ ددې ګوند کاندید دی او د اوسني ولسمشر نیکولاس سرکوزي له سیالانو ګڼل کېږي .

لي دریان د دې ګوند په استازیتوب ویلي: ناټو د افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو لپاره ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکلی خو د ده ګوند فکر کوي چې همدا اوس د افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو وخت دی .

نوموړي ددې ګوند د یو مهم غړي په توګه په دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیې ته هم سفرونه کړي او په دې اړه یې د فرانسې د سوسیالیست ګوند نظر د امریکا او بریتانیې له چارواکو سره هم شریک کړی دی .

لي دریان ویلي د ګوند دریځ یې همدا دی چې له افغانستان څخه باید سمدلاسه فرانسوي سرتیري ووځي او که په انتخاباتو کې بریالي شي همداسې به وکړي .

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي ویلي د سوسیالیست ګوند دا څرګندونې چې د ۲۰۱۲ م کال په پای کې د سرتیري له افغانستان څخه وباسي په بشپړه توګه بې مسولیته او حتی خطرناکې دي .

وروسته له هغې چې د تیرې جنورۍ په میاشت کې په افغانستان کې څو فرانسوي سرتیري ووژل شول ، سرکوزي اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستنه له ۲۰۱۴ کال څخه ۲۰۱۳ کال ته رالنډوي .

د فرانسې سوسیالیت ګوند وايي ، له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو وتنه به ددې هیواد د یوازې پرېښودلو په مانا نه وي او فرانسه به د افغانستان سره تخنیکي مرستو ته دوام ورکوي .

سره له دې چې ځینې څیړونکي دا څرګندونې د حکومت او سوسیالست ګوند تر منځ د انتخاباتي کمپاینونو یوه برخه بولي ، خو یوشمیر نور بیا خبرداری ورکوي چې له وخت څخه د مخه به له افغانستان څخه د سرتیرو ایستل خرابې نتیجې ولري .

فرانسه دا مهال په افغانستان کې تر دري نیم زرو زیات سرتیري لري او ډیر یې په کاپیسا ولایت او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې میشت دي .
XS
SM
MD
LG