د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د ناټو په غونډه کې به افغان لوري ته د مسولیتونو پرلیږد خبرې وشي


د بیلجیم پایتخت بروکسل به د چارشنبې په ورځ د ناټو د غړیو هیوادونو د غونډې کوربه وي.

د دې دوه ورځني غونډې په دویمه ورځ یعنې د اپریل پر نولسمه به افغانستان د اجنډا په سر کې وي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن برازیل او کولمبیا ته له سفر وروسته بروکسل ته ځي او هلته به د ناټو د استازو په دې غونډه کې ګډون کوي .

د ناټو د وزیرانو دا غونډه د دې پوځي تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو د هغې غونډې په درشل کې جوړیږي، چې په شیکاګو کې جوړیدونکې ده او د سر مسله به یې هم افغانستان وي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند خبریالانو ته ویلي، چې د بروکسل د غونډې برخه اخیستونکې وزیران به په افغانستان کې افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال پر بهیر او په دې هېواد کې د ناټو او د متحدینو د همکاریو پر ظرفیت خبرې وکړي .

تمه ده، چې د افغانستان په اړه خبرې به د پنجشنبې په ورځ د ناټو د استازو د غونډې په دویمه ورځ ترسره شي او ټاکل شوې ده چې د ایساف د یو شمېر هغو غړیو هېوادونو استازې به هم په کې شامل وي، چې د ناټو غړي نه دي خو په افغانستان کې د دې تړون په ملګرتیا سرتیري لري .

د بروکسل غونډه د شیکاګو له غونډې چیرې چې به د ناټو د غړیو هیوادونو مشران راټولېږي دمخه جوړيږي .

ویل کېږي چې د شیکاګو په سرمشریزه کې به افغانستان د اجنډا په سر کې وي او په دې هیواد کې به د خبرو اترو پر روان بهیر، د امنیت پر انتقال او د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا په کې بحثونه ترسره شي .

افغان چارواکو هیله څرګنده کړې چې افغان لوري ته په افغانستان کې د امریکايي زندانونو د سپارنې او د شپې د عملیاتو په اړه د تفاهم نامو تر لاسلیک وروسته به دوی وتوانیږي چې د امریکا سره د اوږد مهالو همکاریو ستراتیژیک سند د شیکاګو تر غونډې دمخه لاسلیک شي .

له بلې خوا دا هم ویل کېږي چې د بروکسل غونډه به هم ددې سند د لاسلیک لپاره د زمینې په برابرولو کې اغیزمنه وي .
XS
SM
MD
LG