د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

"یو شمېر خصوصي رسنیو له قانوني جوازه پرته بهرنیان په دندو ګمارلي"


لطف الله مشعل
لطف الله مشعل
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هغو بهرنیانو راجسټریشن او د کار د جواز ورکړه ضروري بولي، چې اوس مهال په هېواد کې په بېلابېلو خصوصي ټلویزیوني چینلو کې کار کوي.

د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې یو شمېر رسنۍ تورنې کړي، چې د قانوني پروسیجر له تعقیب پرته یي یو شمېر بهرنیان، چې اکثره یي ایراني او پاکستاني وګړي دي په دندو ګمارلي دي.

ښاغلي مشعل وویل، د دوي لپاره هغه کسان مشکوک دي، چې د کوم راجسټریشن او کار له جواز پرته په رسنیو کې کار کوي:

"استخبارات معمولاُ له شک نه شروع کیږي، کله چې په چا شک راشي نو په هغه پسې بیا تحقیق شروع کیږي، موږ په همدې شک لرو اطلاعات او منابع هم دا وایي دا چې دوي قانوني مراجعو ته نه راځي نو همدا یې لامل دی او دوي کومه ویره، کوم پلان او یا کومه اجندا لري دوي که جاسوسان نه وي نو ولې ځان نه ثبتوي.

زه یو افغان یم او زه چې په دولت کې کار کوم نو د کار جواز لرم، یو بهرنې راځي زما په هېواد کې په درې زره او پنځه زره ډالرو باندې کار کوي سند نه لري، موږ په دې هم مشکوک یو چې دوي حتماً استخباراتي کړیو ته کار کوي، همدا اوس دوي درې زره پنځه زره ډالره معاش اخلي ولې بیرته موږ ته مالیه نه راکوي."


ښاغلی مشعل همدا راز وايي، شمشاد، تمدن، نور او ژوندون هغه خصوصي ټلویزیونونه دي چې یو شمیر پاکستاني او ایرانيان یې د قانوني جواز له درلودلو پرته په دندو ګمارلي دي.

دده په وینا یو شمیر دغو بهرینانو ځینې مشکوک فعالیتونه هم کول، چې د دوی د هڅو په پایله کې له دندې لیرې کړای شوي دي.

مونږ ډیره هڅه وکړه چې له دغو ټلویزیونونو سره ددې موضوع په هکله د دوی نظر هم واخلو، خو دوی حاضر نشول، خو یواځې ژوندون ټلویزیون له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې دا خبرې رد کړې او ویې ویل چې دوی سره هیڅ کوم پاکستانۍ کار نه کوي.

ددې ټلویزیون مشر اسماعیل یون وویل:

"دغه د ټولو قبایلي سیمو خلک چې له افغانستان سره څنګ په څنګ میشته دي، دوی افغانان دي، مونږ پنجابیان نه دي راوستي، پاکستانۍ مونږ هغه چاته وایو چې هغه د پاکستان په دولتي پاسپورت افغانستان ته سفر وکړي، د تورخم له ګمرک نه اخوا یا د یورند له کرښې اخوا چې څوګ اوسیږي هغوی ته مونږ اصولاً پاکستاني نه وایو."

په افغانستان کې د دغو کسانو په هکله پداسې حال کې اندیښنې څرګندې شوي، چې تر دې مخکې هم یو شمیر خصوصي رسنۍ تورنې شوې وې چې ځینو بهرنیو هیوادونو ته کار کوي، خو د ملي امنیت ویاند پدې هکله څه ونه ویل.

بلخوا د اطلاعات او کلتور وزارت وایي چې دا مسئله پدې وزارت پورې تړاو نلري، دې وایی، چې دا کار په امنیتي ارګانونو پورې تړلې څو په رسنیو کې د دا ډول غیر قانوني کسانو د کار د فعالیت مخه ونیسي.

ددې وزارت سلاکار جلال نوراني آزادۍ راډیو ته وویل:

"د اطلاعات او فرهنګ وزارت یواځې جواز ورکوي، د دوې د پرسونل په هکله مونږ غرض نه لرو خو که د دوی په خپرونو کې کومه تخطي وي نو مونږ یو کمیسون لرو چې هغه کمیسون دا تخطي ګانې څیړي."

په خصوصي رسنیو کې د بهرنیو وګړو د غیر قانوني کار په اړه دا انتقادونه داسې مهال کیږي، چې د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورن شوي او په یو نه یو ډول یې هڅه کړې چې د افغانستان په رسنیو او یا هم نورو ادارو کې خپل جاسوسان ځای پر ځای کړي.

د رپوټونو له مخې پدې هکله ډیر مثالونه شته چې ښه بیلګه یې پدې وروستیو کې د کندهار د پنجوايي ولسوالی پیښه او په بګرام کې د قران شریف سوځول دي چې د سیمې هیوادونو استخباراتو هڅه وکړه د رسنیو له لارې د خلکو غوسه را وپاروي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG