د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

"د شوو تفاهم لیکونو لاسلیک به د سولې پربهیر مثبت اغیز وکړي"



په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال جیمس کننګهم
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال جیمس کننګهم
په کابل کې امریکایي ډپیلوماټان هیله مند دی، چې د بګرام زندان د سپارلو او د شپې عملیاتو افغانې کولو تفاهم نه یواځې، د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په وړاندې خنډونه له منځه وړي، بلکه د سولی په بهیر به هم مثبت اغیز وکړي.

په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال جیمس کننګهم چې د چهارشنبې په ورځ یي په کابل کې خبریالانو ته وینا کوله وویل، چې د دې دوه تفاهم لیکونو په لاس لیک سره د ملي حاکمیت پر وړاندې موجوده اندیښنې پای ته رسیدلي دي.

نوموړی وایي، دغه تفاهم لیکونه به وسله وال مخالفین وهڅوي، چې د سولې له بهیر سره یوځای شي:

"دا دوه تفاهم لیکونه د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړې کوي او زه باور لرم، چې دا تفاهم لیکونه به د دې باعث شي، چې طالبان او نورې ډلې به وهڅوي چې د سولې په اړه فکر وکړي او سوله وکړي."

تر دې مخکې افغان چارواکو هم د دغو دوو تفاهم لیکونو لاسلیکول مهم پرمختګونه بللي، چې د دوي په وینا له ملي حاکمیت سره تړلي وو.

افغان چارواکو د دې دوه تفاهم لیکونو له لاس لیک وروسته وویل، چې دوي له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په لاس لیک کې کومه ستونزه نه ویني.

همدا راز کننګهم وویل، چې دوي هڅه کوي په افغانستان کې وروسته له دې د سولې پروسه پیاوړي کړي.

د امریکا د سفیر مرستیال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په قطر کې د سولې بهیر په ټپه دریدلې او اساسي علت یي له ګوانتانانو څخه د پنځو طالب بندیانو نه خوشې کېدل ښودلې کیږي.

خو ښاغلي کننګ وویل، چې دوي له طالبانو سره مستقیمي خبرې نه دي کړي او که طالبان وغواړي، چې د سولې خبرې وکړي دوي حاضر دي، چې مذاکرات ورسره پیل کړي:

"امریکا له طالبانو سره د سولې کومې خبرې نه لري، یو څه چې موږ یي غواړو وې کړو هغه دا چې افغانان وهڅوو چې خپله د سولې خبرې وکړي، موږ اوس هم حاضر یو، چې د سولې خبرې وکړو او طالبان په دې پوهیږي، چې موږ څه کولای شو که چېرې د سولې خبرې وکړي او په عین وخت کې موږ هڅه کوو چې د سولې د خبرو په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړو"

امریکایي ډیپلوماټان له طالبانو سره تر دې مهاله مستقیمې خبرې په داسې حال کې ردوي، چې د لویدیځو رسنیو د رپورټونو له مخې په قطر کې د دوي او د طالبانو د استازو ترمنځ له تیر شاوخوا یو کال راهیسي پټې خبرې روانې وې.

خو دا چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ ددغو تفاهم لیکونو لاسلیک به به عملا د سولې لپاره څومره مرسته وکړی دا هغه پوښتنه ده، چې په اړه یی اوس څه ویل ګران دی.

راپور: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG