د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

افغانستان ته د پسرلنیو بریدونو خبراداری


د افغانستان د د فاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمې د سې شنبې په ورځ وویل، د موسم په بدلیدو سره به موږ د ژمي په نسبت په زیاتو جګړو کې ښکېل کېږو.

جنرال عظیې وویل، دا چې افغان امنیتي ځواکونه له ناتو او ایتلافي ځواکونو څخه زیات مسولیتونه اخلې، حملې هم ورباندې زیاتیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، په هرات کې دوو تنو ځان وژوونکو خپل د سپرلۍ موټر یوې حکومتې ودانۍ ته نږدې وچاوه او له امله یي د ښځو او کوچنیانو په ګډون، ۱۲ کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شول.

د هرات د پولیسو د امنیې قوماندان جنرال سید اغا ساقب خبریالانو ته وویل، پولیسو د ځان وژونکو سرف موټر تعقیب کړی و، خو د هوایي ډګر د لارې په اوږدو کې د ګذرې ولسوالۍ په دروازې کې یي ځانونه والوزول.

جنرال ساقب زیاتوي، د ځان وژونکو موټر د پولیسو تر تعقیب لاندې و او پولیسو دوه ځلې موټر چلونکې ته وویل، چې موټر ودروي، خو ویي ونه دراوه.

په موټر کې دوه کسان سپاره وو، چې یوه یي چادرې اغوستي وه. له چاودنې وروسته، د یوه ځان وژونکې اندامونه نه معلومیږي خو د دوهم کس مړی د چاودنې په ځاي کې پروت و او د ځان وژنې واسکټ چې خلاص شوی ندی، هم ورسره و.

د هرات د والي ویاند وایي، درې تنه پولیس هم په دې چاودنې کې وژل شوي دي.

فرانسپرس اژانس لیکي:

د هرات له چاودنې څخه څو ساعته وروسته په هلمند ولایت کې د پولیسو به یوه مرکز کې دریو تنو ځان وژونکو ځانونه والوزول، څلور پولیس یي ووژل او درې نور یي ټپیان کړل.

د هلمند د والي ویاند دواد احمدي وایي، دوو تنو ځان وژونکو په موسی کلا ولسوالۍ کې پر ځانونو پورې تړلې موادو وچول خو دریم کس یي پولیسو په ډزو وواژه.

احمدي زیاته کړه، په دریمي حملې کې یوه ځان وژونکې چې پر موټر سایکل سپور و، د پولیسو موټرو ته نږدې یي چاودنه وکړه چې له امله یي دري تنه پولیس مړه او شپږ نور ټپیان شول.


فرانسپرس اژانس وایي، وسله وال طالبان چې د جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت د راپرزولو هڅې کوي، د هلمند ولایت د حملو مسولیت یي په غاړه اخیستی.

اژانس لیکي: د هرات د ولایت د چاودنې اکثر قرباینان ولسي خلک وو چې د خپلو کارونو په مقصد د ولسوالۍ انګړ ته راټول شوي وو.

په افغانستان کې د جګړو او ځان وژونکو حملو اکثر قربانیان عام خلک دي.

ملګرو ملتونو په تېرې فبرورۍ میاشت کې ویلی و، د افغانستان په شخړو کې په ۲۰۱۱ کال د ملکې خلکو مرګ ژوبله تر ټولو جګې سطحې ته رسیدلې وه او ۳۰۲۱ تنه ملکېان پکې وژل شوې دې.

د دې کسانو زیات شمېر د وسله والو په حملو کې وژل شوي او دا شمېر د ۲۰۱۰ کال په نسبت په سلو کې اته زیات دی.
XS
SM
MD
LG