د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

"پر پولیسو باید د خلکو باور زیات شي"


د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان
په داسې حال کې، چې لاهم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک له پولیسو نا خوښي څرګندوي، د کورنیو چارو وزارت پراخې هڅې پیل کړي، چې پر پولیسو د خلکو باور پیاوړې کړي.

د دې وزارت چارواکي وايي، پولیسو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ورپیژندلو او مسلکي کولو په هدف بېلابېل روزنیز پروګرامونه په پام کې لري.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان د سې شنبې په ورځ د ولسي پولیسو په نوم د یوې څانګې د پرانیستلو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې پولیس په تیرو څو کلونو کې د جنګونو له امله له خپلو اصلي دندو 60 سلنه لري شوي، چې اوس یې بیرته خلکو ته د نژدې کولو هڅي پیل شوي:

“پولیس مانا د خلکو خدمتګاران، دې دندې ته د پولیسو را ګرځول دي، اوس موږ په جګړه کې پاته شوي یو، د پولیسو بیرته ولس ته راګرځولو لپاره دغه څانګه پرانیستل شوه.

موږ څنګه کولای شو، چې د خلکو باور پر پولیسو بیرته ډیر کړو، دغه لاره عملي کول غواړو.

له بده مرغه له تیر ناورین څخه چې موږ ته را پاته دی، پولیس له اصلي دندې شا او خوا 60 فیصده لیرې پاتې شوي دي.”


د خلکو او پولیسو ترمنځ د واټن د له منځه وړلو لپاره د دې نوي څانګې په برخه کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره او د افغانستان لپاره د اروپا د پولیسو ټولنه همکاري کوي.

په 2011 کال کې د ملګرو ملتونو د پراخیتايي ادارې له خوا د پولیسو د کړنو په اړه یوه نظر پوښتنه ښیۍ، چې په سلو کې 75 کسانو د پولیسو له کړنو خوښي ښوولې وه.

په مرکز او لویو ښارونو کې که څخه هم خلک له پولیسو خوښ دي، خو د لیرو سیمو خلک او بیا په پولیسو کې د نورو اصلاحاتو غوښتنه هم کوي:

“اوس پولیس ډیر تکړه شوي دي، اکاډمۍ یې ویلي، تکتیکونه یې زده کړي او ښه چلند کوي.

کله چې پر لاره روان یو، د تلاشۍ په ځایونو کې تیز ږغ پر موټر چلوونکو کوي، چې فکر دي نه وي پر تا هم وار کوي پر موټر یې هم کوي.

پولیس د شپې او ورځې کار کوي، که پولیس نه وي دربدره کیږو اوس د شپې ارام خوب کولای شو.”


پر افغان پولیسو د خلکو د باور د ډیرولو هڅې په داسې وخت کې کیږي، چې د پولیسو په لیکو کې بې سوادۍ، غیر مسلکیتوب او کمي روزنې ته ګوته نیول کیږي.

خلک دې ستونزو، د پولیسو په منځ کې اداري فساد او د دوي له خوا د نشه يي توکو کارولو ته په اشاره وايي، چي خلک په همدې خاطر له پولیسو لیري شوي او پر امنیت یې هم بدې اغیزې لري.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پر پولیسو د خلکو د باور ډیرولو او په امنیتي برخه کي ورسره د همکارۍ لپاره یې د ولسي پولیسو په نوم نوې څانګه پرانیستله، چي پولیس د نظامي چارو په څنګ کي ټولنیزو چارو ته هم پام ډیر کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG