د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په هرات کې چاودنې دېرشو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده


د هرات په کذرې ولسوالۍ کې شوې چاودنه.
د هرات په کذرې ولسوالۍ کې شوې چاودنه.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ښارګوټي کې د سې شنبې په ورځ ځان وژونکې حمله شاوخوا ۳۰ تنو مرګ ژوبله واړوله.

د هرات ولایت د امنیه قوماندان جنرال سید اغا ثاقب پېښه تایید کړه او ویې ویل، کله چې یوه سرف موټر ته پولیسو د درېدو امر وکړ ځان وژونکي چې په همدې موټر کې ناست و، ځان والوزاوه:

″ځان وژونکي دوه تنه وو، چې یوه یې د ښځو کالي اغوستي وو، نو کله چې پولیسو ورته د درېدو وویل، ځان یې والوزوه، چې ۲۲ تنه زخمي ۱۱ یې ووژل په وژل سویو کسانو کې ۳ پولیس نور ټول ملکي وګړي دي.″

هرات د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه دی، چې له درې ولسوالیو پرته د نور ټول ولایت یعنې ۱۲ ولسوالیو او مرکز امنیتي مسوولیت یې له ناټو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوی او د هیواد په کچه یو امن ولایت یادېده.

دغه چاودنه د هرات ښار ته نږدې په ۴ کلومترۍ کې د هرات کندهار پر لار په یو ښارګوټي کې وشوه.

عیني شاهدان وايي، چې چاودنه درنه وه او په عاملینو باندې یې بد ویل.

د روغتون مامورین وایي، چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حال نازک دی، خو په دې سربیره هم د درملنې کار یې چټک په مخ ځي.

د حوزوي رزوغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزي وویل:

د پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی او د یوه ټلفوني پیغام له لارې یې رسنیو ته خبر ورکړ، چې چاودنه تر هدفه مخکې رامنځ ته شوې.
XS
SM
MD
LG