د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

"نور به د افغانانو د کورونو حریم خوندي وي"


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي وايي، چې نور به څوک د افغانانو کورونو ته د شپې په مخه نه ننوځي.

کرزي دا خبره وروسته له دې وکړه، چې د ده حکومت له امريکا سره د شپې د عملياتو په اړه موافقه وکړه.

ولسمشر کرزي، چې پرون د کابينې غونډې ته خبرې کولې، خلکو ته ډاډ ورکړ چې نور به د دوي د کورونو حريم خوندي وي.

کرزي پر افغان ځواکونو هم ږغ وکړ چې خلک ونه ځوروي او داسي اقدامات ونه کړي چې د ولس بشري حقونه تر پښو لاندې شي.

د افغانستان دفاع وزير او د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان د يکشنبې په ورځ افغان امنيتي ځواکونو ته د شپې د عملياتو د قوماندې د سپارلو موافقه لاسليک کړه،ولسمشر کرزي وويل:

« له دې موافقې سره سم موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې نه يوازې به بهرنيان د چا کور ته نه ننوځي بلکې د افغانستان حکومت به هم هيڅوک ونه ځوروي او د بشري حقونو سرغړونه به ونه شي.»

ده همداراز وويل:

«درستې حکومتي ادارې بايد ثابته کړي چې حکومت د دوي د ګټو، امنيت او د افغانانو د سر ساتونکي دي او خلک له کلونو کلونو کړاوونو وروسته بالاخره په خپلو کورونو کې امنيت احساس کړي.

دا د افغانستان د حکومت، ټولو دولتي ادارو او درستو دولتي ارکانو مسووليت دی، چې د افغانستان د خلکو د کورونو عزت، د افغانانو د سر ومال مصونيت هماغسي وساتي چې زموږ ملي مسووليت حکم کوي، هماغسي چې زموږ اساسي قانون حکم کوي، هماغسي چې د افغانستان قوانين حکم کوي، وساتي او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي او دا خپله يوه اساسي دنده وګڼي.»


حامد کرزي، چې د خپلې کابينې غړيو ته خبرې کولې، همداراز وويل، د دې موافقې په وجه د افغانستان حاکميت ټينګ شو او د شپې د عملياتو واک د افغانستان د حکومت لاس ته ورغي.

په غونډه کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال قسيم فهيم له خلکو وغوښتل چې دوي هم بايد تروريستان په خپلو کورونو کې پرې نږدي.

اټکل کېږي چې د دې موافقې له لاسليک کېدو سره به د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون په لاره کې خنډونه لېري شي.
XS
SM
MD
LG