د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

١٨ زره کسان خصوصي پوهنتونونو ته جذبېږي


عبيد
عبيد
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې څه باندې اتلس زره کسان، چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې پاتې، په خصوصي پوهنتونو کې جذبیږي.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وویل، خصوصي پوهنتونه چمتو شوي، څو هغو کسانو ته د وړیا زده کړې زمینه برابره کړي، چې له ۲۸۵ اتیا زیاتې نمرې یی ترلاسه کړي او هغو کسانو ته، چې ۲۲۰ او یا له دې زیاتې نمرې ترلاسه کړي پنځوس فیصده تخفیف ورکړي.

ښاغلي عبید، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته یی یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې ددوی له هلو ځلو سره سره اولس زره شپږ سووه شپیته کسان بې نتیجې پاتې کیږي:

د یو لک او اوه څلویښتو زرو کسانو له ډلې نه اولس زره شپږ سوه شپیته کسان بې نتیجې پاتې کیږي، چې ددوی نمبرې ټیټې دي او نه جذبیږي. مونږ خپلې وروستۍ هڅې وکړي، څو هغه ستونزې، چې د ازموینې له کبله رامنځ ته شوې وې حل شي او همدا یی د حل لار وه، چې ما اعلان کړه.

د کانکور په تیره ازموینه کې یو لک او اوه څلویښتو زرو کسانو برخه اخستې وه، چې یو څلویښت یو سلو اتیا یی د لوړو زده کړو په دولتي ادارو کې، اویا زره یی په نیمه لوړو زده کړو موسسو کې جذب شوي.
XS
SM
MD
LG