د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د اشي هارا کاراټي افغان ملي لوبډلې په نړېوالو سیالیو کې ۴مقام خپل کړ


د افغانستان د اشي هارا کاراتې ملي لوبډلې د نړېوال جام په اتلسم پړاو سیالیو کې ۶ مډالونه ترلاسه کړي.

د اشي هارا کاراتې د نړېوال جام دا سیالۍ په ډنمارک کې شوي، چې په کې یولسو هېوادونو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د خپرونو امر محمدعارف پیمان د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې، افغان لوبغاړو ۳ د سپینو زرو او ۳ د برنز مډالونه ترلاسه کړي:

"د افغانستان اشي هار کاراټي ملي لوبډلې د نړېوال جام سیالیو په اتلسم پړاو کې ګډون وکړ، چې دغه سیالۍ د روان کال د اپریل میاشتې له ۵ نه تر۹ نیټې پورې په ډنمارک کې ترسره شوې وې.

د وروستیو راپورونو له مخې چې مونږ له ډنمارک څخه ترلاسه کړل ،له نیکه مرغه د افغانستان لوبډلې درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ګټلو سره خپل کار پایته ورسوه یعنې د ۱۱ ګډون کوونکو هیوادونو په منځ کې افغانستان درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ګټلوسره په څلورم مقام کې ځای ونیوه."


د ښاغلي پیمان په وینا په دغه سیالیو کې ډنمارک لومړۍ مقام، اذربایجان دویم او لتوانیا دریم مقام خپل کړ.

په دغه سیالیوکې دافغانستان د آشي هارا کاراتی لوبډلې پنځه غړي،یو روزنکی او یو داور ګډون کړی.

دا چې داشي هارا کاراتې په نړېوالو سیالیو کې چا د سپینو زرو او چا د برنزو مډالونه ګټلي، دافغانستان د المپیک د ملي کمیټې دنشراتو امر په دې اړه وايي:

"په دغه سیالیوکې هغه ورزشکارانو چې د سپینو زرو مډالونه یې ګټلي دي وحید احمد جویا دی چې په اوپين وزن کې یې سیالۍ وکړه، یحی احمدي په شپیتو کیلوګرام وزن کې،او عبدالرحمن اعظمي په اتیا کیلوګرام وزن کې د سپینو زرو مډالونه وګټل،او هغه لوبغاړوچې د برنزو مډالونه یې ګټلي شهرام عارفي په شپیتو کیلوګرام وزن کې،فقیراقا دور اندیش په ۶۵کیلوګرام وزن کې او شیرمحمد مرادي په مثبت ۹۰ کیلوګرامه وزن کې دي."

ټاکل شوې د افغانستان دآشي هارا کاراتې مډال راوړونکي دسه شنبې په ورځ له غرمې وروسته ۵ بجې افغانستان ته ستانه شي.

د المپیک دملي کمیټې چارواکي وايي،چې د دغو لوبغاړو د تشویق او ستایلو لپاره ځانګړې تیارۍ نیول شوې دي.

دا څلورم ځل دی چې د افغانستان دآشي هار کاراتې ملي لوبډله د آشي هارا کاراتې په نړیوالو سیالیوکې ګډون کوي.

دغه لوبغاړو په ۲۰۰۴او۲۰۰۹ کلونوکې په یادو سیالیوکې کومه لاسته راوړنه نه درلوده،خو په ۲۰۱۱ کال کې یې وکولای شول چې په دغه سیالیوکې یو دسرو زرو او پنځه د برنزو مډالونه وګټي.

محمد ویس صمیم
XS
SM
MD
LG