د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

"د اوسنیو ستونزو حل د ملي پخلاینې له لارې ممکن دی"


که څه هم له مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو په مقصد د افغان حکومت څو کلنو هڅو تر اوسه کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې، خو یو شمېر دیني عالمان، د هېواد په روانه جکړه کې ښکېلې خواوې نرمښت او له ځانه تیریدنې ته رابولي.

یو شمېر افغان دیني عالمانو د دوشنبې په کابل کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل تر ټولو غوره لار، د یوې رښتینې ملي پخلاینې رامنځته کول دي.

دوي وویل، د جنګ دواړه لوري باید داسې دریځ غوره نه کړي او داسې شرطونه کې نه ږدي چې د جنګ د پای ته رسېدو پر ځای د جنګ عمر اوږد کړي، دیني عالم او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر عبدالباقي وویل:

«یو حقیقي ملي پخلاینه کولای شي، چې سوله ټینګه کړي او د جنګ دواړه لوری یو بل نفیه نه کړي، دولت باید داسې ونه وایي، چې یوازې زه یم او مخالفین هم ونه وایي چې یوازې موږ یو.

دواړو لوري باید په ګډه حکومت کې شریک او د سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي.»

افغان حکومت له څو کالو راهیسي هڅې کوي، چې هم په خپله او هم د ګاونډېو اسلامي او نورو هېوادونو له لارې، وسله وال مخالفین د سولې مذاکراتو ته راوبولي، خو لیدل کېږي چې دا هلې ځلې کله تمې پیدا کړي او کله په ټپه ودریږي.

بل خوا وسله وال مخالفین وایي، ترڅو چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې میشت وي، افغان حکومت سره به مستقیم مذاکرارت ترسره نه کړي.

مخالفینودا هم ویلي چې افغان حکومت د بهرنیو په مرسته جوړ شوي او دوي ته اعتبار نه لري.

ځیني دیني عالمان وایي، ملي یووالی قوت دی، چې بې وزلي له منځه وړي او په هېواد کې سوله ټینګولی شي،دوي له افغانانو غواړي چې، د سولې لپاره ټول سره یو موټی شي، د سمنګانو ولایت دیني عالم مولوي عبدالجبار وايي:

«زموږ هېواد د بیوزلی لویه ستونزه لري، هر هېواد چې بیوزله وي سوله پکې نه شي راتلای، موږ باید د دولت ملاتړ وکړو څو بیوزلی او نا امني په ګډه سره له مینځه یوسو، هېواد مو په خپلو پښو ودریږي او د پردیو له احتیاجه خلاص شو.»

سربیره پر افغان حکومت، امریکا هم هڅې پیل کړي چې وسله والو طالبانو ته په قطر کې یو دفتر پرانیزي او مذاکرات ورسره ترسره کړي.

په دی هکله دافغان حکومت دریځ دادی چې، دا مذاکرات باید د افغان حکومت په مشری ترسره شی.

امریکا وایی د طالبانو له ځینو مهمو مشرانو سره یی خبری شوی دی.

راپورونه وایی، طالبانو امریکا ته یولړشرايط وړاندی کړیدی.

دې هلوځلو داتمی پیداکړې وې، په قطرکې به دا دفترجوړاو له طالبانو سره مذاکرات پیل شی.

خو په دې وروستیو کې ویل کېږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په باب ځیني شکونه رامنځته شوي او دا تمه یي ټکنۍ کړې ده.

راپورخان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG