د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د ایران په یزد ښار کې لا هم افغانان رټل کېږي


د ایران په یزد ښار کې د ۵ ورځو راهیسي کابو ۸۰۰ افغاني کورنی رټل کېږي او خپل په کورونو کې نظر بندې دي.

د دغه کورنیو ډیره برخه کسان د فراه ولایت اوسیدونکي دي، چې د کابو شل کالو راهیسي هلته ژوند کوي او قانوني اسناد هم لري.

د دغو کورنیو خپلوان نن د فراه ولایت د ګډوالو په ریاست کې راغونډ شوي او د افغان دولت څخه یي په کلکه غوښتنه وکړه تر څو د دوي خپلوان په ایران کې وژغوري.

د فراه ولایت د ګډوالو چارو رییس رحم الدین ریګیوال ازادۍ رادیو ته وویل، چې د ایرانیانو له خوا د یزد په ښار کې تر اوسه ۸ تنه افغانان ټپیان شوي دي.

د ریګیوال په وینا دوي د ملګرو ملتونو د ګډوالو څانګې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزات ته هم په دې هکله خبر ورکړی.

د دغه کسانو په وړاندې وروسته تر هغه ایرانیانو په تاوتریخوالی لاس پورې کړ، چې په دې وروستیو کې ایران یوه ډله افغانان چې په غلا او شوګماریو کې لاس درلود ونیول.

احمدشاه فطرت ـ فراه ولایت
XS
SM
MD
LG