د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

"د ستراتیژیک تړون د حقوقي ارزښت په اړه خبرې روانې دي"


شیدا محمد ابدالي
شیدا محمد ابدالي
د افغانستان د امنیت ملي شورا وایي، چې د شپې د عملیاتو له افغاني کولو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډونه له منځه تللي او اوس دا امکان موجود دې، چې دا سند د شیکاګو په کنفرانس کې لاسلیک شي.

د دې شورا مرستیال شیدا محمد ابدالي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دوي د دې غوښتنو له منل کیدو وروسته اوس د ستراتیژیک تړون د حقوقي ارزښت په اړه خبرې روانې دي او هیله ده، چې دا اړیکې د یو الزامي قرارداد په بڼه ټینګې شي.

له ښاغلي ابدالي سره دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG