د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د هند صدراعظم پاکستان ته په رسمي سفر ځي


من موهن سنګهـ
من موهن سنګهـ
د هند صدراعظم من موهن سنګهـ پرون د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په نوي ډيلي کې په کتنه کې وويل چې دى به ډېر ژر پاکستان ته يو رسمي سفر وکړي. د دواړو هېوادونو د مشرانو دغه وړه اشاره، د اړيکو د ښه کېدو معنى لري.

دا به له ٢٠٠٤م کال راهيسې چې سهنګـ د هند صدراعظم شوى پاکستان ته د ده لومړى سفر وي.

د هند د صدراعظم من موهن سنګهـ دا پرېکړه چې پاکستان ته يې د سفر لپاره د دغه هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري رسمي بلنه ومنله، په اټومي وسلو د دغو سمبالو هېوادونو ترمنځ په لهجه او چلند کې لوى بدلون څرګندوي، زرداري هم چې کله د پاکستان ولسمشر شوى، دا يې هند ته لومړى سفر و.

د والسټريت ژورنال ورځپاڼې ليکلي، وروسته تر هغه چې په ٢٠٠٨م کال کې لسو پاکستاني کسانو پر ممبۍ ښار حمله وکړه او تر ١٦٠ زيات کسان يې ووژل، دا د اړيکو د عادي کېدو پر لوري واړه ګامونه دي.

که څه هم دواړو رهبرانو پر عمده مسايلو له دې جملې د کشمير د لانجمنې سيمې او نورو موضوعاتو په اړه زياتې خبرې ونه کړې، خو پر نورو ټکو يې تمرکز وکړ.

پاکستان د روان کال په پيل کې ژمنه وکړه چې له هند سره به خپلې تجارتي اړيکې د کال تر پايه عادي کوي.

د ورځپاڼې په باور، ښايي دا به د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ و، چې د هند صدراعظم ښاغلي سنګهـ ته يې په سياسي ډګر کې زمينه برابره کړه، څو پاکستان ته د تګ لپاره د زرداري رسمي بلنه ومني.

من موهن سنګهـ پرون سهار په نوي ډيلي کې له زرداري سره د ٤٠ دقيقو تر کتنې وروسته وويل، د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې بايد عادي بڼه غوره کړي.

والسټريټ ژورنال د مقالې په دوام زياتوي:

تر دې مخکې دواړو لوريو هڅه کوله د زرداري دا سفر، چې يو شخصي سفر ګڼل شوى و، کم اهميته وښيي. له من موهنګ سنګهـ سره تر کتنې وروسته زرداري په راجستان ايالت کې د اجمير شريف زيارت ته لاړ.

هندي چارواکو ويلي، ښاغلي سنګهـ له زرداري سره په کتنه کې په پاکستان کې د دېره سخت دريځو وسلوالو ډلو مسئله هم په جديت سره پورته کړه.

د هند د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي چې ښاغلي سنګهـ د حافظ سعيد د نيولو غوښتنه هم مطرح کړه، پر دغه پاکستاني سخت دريځي په وروستيو کې امريکا لس مليونه ډالره جايزه ټاکلې ده. امريکا او هند ادعا لري چې سعيد د ممبۍ په بريدونو کې دخيل و، په هغه بريد کې ٦ تنه امريکايان هم وژل شوي وو
XS
SM
MD
LG