د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د افغانستان ملي شورا د ختیځو ولایتونو امنیت د اندېښنې وړ بولي


په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو ځینې استازي په دغو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، چې د دفاع وزارت ورته لازم تدابیر په پام کې نه لري.

د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د نوستان ولایت سناتور حافط عبدالقیوم د دې ولایت امنیتي وضع د اندیښنې وړ وبلله.

نوموړي وویل، چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو په محاصرې کې ده:

″لس ورځې کیږي، چې کامدیش ولسوالۍ محاصره ده، په دې ولسوالۍ کې د دولت کسان تر محاصرې لاندې دي، له څلورو خواوو پرې د درنو وسلو ډزې کیږي، د دفاع وزارت سره موږ په ورځ دوه ځلې تماس نیسو، چې دغو خلکو ته مرسته ورسوئ، هغوی وايي، چې موږ ورته خپل پلان سنجوو.

نن موږ نه پوهیږو چې دغه خبرې چاته ورسوو، ځکه د دفاع وزارت ته چې وايو، چارواکي یې د مسوولیت احساس نه کوي.″

د مشرانو جرګې دغه غړي په کونړ کې د سولې د عالي شورا د کمیټې د رییس محمد هاشم منیب وژنې ته په اشارې سره همداراز اندیښنه وښودله چې په ختیځو ولایتونو کې به سږ کال د دغو وژنو لړۍ دوام وکړي.

په کونړ کې د سولې د عالي شورا د کمیټې رییس د تیرې جمعې په ورځ په یوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شو.

بل خوا په ولسي جرګې کې د کونړ استازی او د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال صالح محمد صالح هم وايي، چې د وسله والو مخالفینو مخه ختیځ ته ډیره شوې ده.

د نوموړي په وینا د وسله والو مخالفینو هڅه دا ده، چې د کونړ او نورستان له لارې د هیواد شمال ته ځان ورسوي:

″طالبان غواړي، چې جنګ شمالي ولایتونو ته بوځي او دغه د چترال، نورستان او کونړ لار دوی ته ډیره لنډه اسانه لاره ده، چې په کمو اکمالاتو سره خپل ګروپونه بدخشان او نورو شمالي ولایتونو ته رسولای شي.

زموږ حکومت چې دی هسې ځان غولوي، هغه څه چې په کار دي هغه نه اجرا کوي، زما په فکر سږنی اوړی به زموږ بې دفاع هېوادوالو ته ډیر خطرناک وي.″

د ملي شورا ځینې غړي په داسې حال کې په ختیځو سیمو کې د ناامنیو د ډیرو خبرداری ورکوي، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن هم ویلي وو. چې سږ کال به په ختیځ کې جګړه شدت پیدا کړي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې په دې وروستیو کې په سلګونو وسله وال کسان له پاکستانه کونړ او نورستان ته اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هم تایید کړې، چې په ختیځو سیمو په ځانګړې توګه د نورستان په ځینو ولسوالیو کې ناامنۍ ډیرې شوي دي؛ خو دوی وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې سیمو کې د امنیت لپاره خپل پلان عملي کړي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG