د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

پر سرحدي پوليسو بريد مرګ ژوبله واړوله


د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ په شوې درې ساعته نښته کې درې وسله والو او پنځو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لالپورې ولسوال حاجي عبدالقيوم د يکشنبې په ورځ وويل، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د دغې ولسوالۍ په فتح مېنې سيمه کې وسله والو مخالفينو د سرحدي پولسو په شاهين پوسته بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه:

(( نښتې نږدې درې ساعته دوام وکړ، وسله والو د هاوان مرمۍ هم پردغه پوسته توغولي چې له امله يو سرحدي پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.))

ولسوال د سرحدي ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت ډاډ وړ وښود؛ خو وويل چې دامهال د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي داهم وويل چې د پوليسو په متقابلو ډزو درې تنه وسلوال وژل شوي او جسدونه يي له ډيورينډ پولې پورې اړول شوي دي.

بله غاړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په رالېږلي ټېلفوني پيغام کې ويلي چې په ياد بريد کې يې اته تنه پوليس وژلي او يو رينجر موټر يې هم ويجاړ کړى دى.

نوموړى د درې تنو وسله والو طالبانو د ټپي کېدو پخلى هم کوي.

لالپوره په ننګرهار کې يوه له هغو ډيورنډ پولې ته څېرمه پرتو ولسواليو څخه ده چې ډېر کله په کې مېشت سرحدي پوليس د وسله والو له چريکي بريدونو سره مخ کېږي.

محمد داود وفا/ جلال اباد
XS
SM
MD
LG