د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۲

د ټاپي د پروژې پر وړاندې پوښتنې او ننګونې


ځینې افغان سرچینې وايي، چې پاکستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د تیریدو په برخه کې یو شمېر شرایط وړاندې کړي. دوی وايي، چې پاکستان د دغو شرایطو د نه پوره کیدو په صورت کې له پروژې سره د مخالفت ګواښونه کوي.

که څه هم افغان چارواکي د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د تیریدو د پروژې په اړه د پرمختګونو یادونه کوي، خو ویل کیږي، دغه پروزه د پاکستان، ایران او امریکا په اړیکو کې د کړکیج ښکار شوې.

یوه جګپوړي افغان چارواکي ازادي راډیو ته وویل، چې پاکستان د ټاپي په نوم له دغې پروژې څخه پر افغانستان او امریکا د فشار د الې په توګه کار اخلي.

دغه چارواکي د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د دې پروژې د تطبیق لپاره د افغانستان حکومت او امریکا ته خپل مشخص شرایط مطرح کړي دي.

نوموړي وویل، چې د ډیورڼد د کرښې د مسالې او د بلوچستان د ستونزې هواری او له پاکستان سره د امریکا د ملیارډونو ډالرو د مرستې بیرته پیلیدل هغه شرایط دي چې پاکستان د ټاپي د پروژې د پلي کیدو لپاره ایښي دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه مسایل تایید نه کړل خو ویې ویل چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره هیلې شته دي.

ښاغلي غازي خیل وویل، چې ټاکل شوې د مې په میاشت کې د افغانستان، پاکستان او هند چارواکي په ترکمنستان کې د دې پروژې د تطبیق په اړه مهمه غونډه وکړي:

″خبرې روانې دي، د می په میاشت کې به د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان د معدنو یا نفتي وزیران سره کښیې او خبرې به سره وکړي، خو دا ډېره غټه پروژه ده او کارونه به یې انشاء الله تر ۲۰۱۶ کاله پورې بشپړ شي.″

د پاکستان له خوا دغې پروژې ته په داسې حال کې د شرایطو د وړاندې کیدو خبره کیږي، چې ویل کیږي ایران هم د خپلې خاروې له لارې ددغې نل لیکې د تیریدو هڅې کوي.

پاکستانيو چارواکو په رسمي توګه ددې پروژې قرارداد لاسلیک کړی دی.

خو ددې هیواد د پټرلیم وزارت ویاند محمد اعجاز چوهدري څو ورځې مخکې وویل چې افغانستان په دې پروژې کې د خپلې برخهې د څه باندې ۷۰۰ ملیونه متر مکعب ګازو نه تیر شوی دی.

د پټلرولیم وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان برخه دغه ګاز به هم پاکستان او هند په خپلو وویشي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند غازي خیل بیا دغه خبره په کلکه رد کړه:

″افغانستان هېڅکله هم له خپل سهم نه هندوستا او پاکستان نه دی تېر شوی او نه به هم تېر شي افغانستان انرژۍ ته، افغانستان غازو ته سخت ضرورت لري او افغانستان هیله مند دی، علاقه مند دی او ژمن دی، چې د غازو دغه نل لیکه افغانستانه تېره شي او افغانستان ته هم کافي اندازه غاز ورکړل شي.″

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د تیریدو قرارداد تیر لمریز کال د وږې په میاشت کې د ترکمنستان په پلازمینې عشق اباد کې د څلورو هیوادونو د کانونو د وزیرانو له خوا لاسلیک شو.

ددې قرارداد له مخې ددې نل لیکې د تیریدو عملی کار روان میلادي کال پیلیږي.

د افغان چارواکو په وینا دغه نل لیکه به ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی ولري چې ۷۳۵ کیلومتره یې له افغانستان څخه تیریږي.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان او سیمې کې د امن او ثبات راوستلو لپاره دغې پروژې ته د اهمیت په سترګه ګوري. بلخوا افغان چارواکي او خلک هم هیله من دي چې دغه پروژه به د افغانستان په اقتصادي وده او خلکو ته په کار موندلو کې مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG