د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۵

په لرو پرتو سیمو کې ۳۰ سلنه صحي مرکزونه مسلکي ښځینه کارکوونکي نه لري


د روغتیا وزارت وزیره ډاکټره ثریا دلیل

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د شنبې په ورځ په افغانستان کې هم د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د روغتیا وزیرې په دې مناسبت په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو په اړه شوي پرمختګونه او موجوده ستونزې په ډاګه کړې.

په افغانستان کې سږکال د روغتیا نړیواله ورځ په داسې حال کی ولمانځل شوه، چې یوشمېر افغانان په هیواد کې د روغتیایي خدماتو له کیفیته او په لرو پرتو سیمو کې دوی ته د روغتیایي اسانتیاو له نه موجودیته شکایت کوي.

دغه افغانان ادعا کوي، چې په خپلو سیمو کې د روغتیایي خدمات د نه شتون او یا هم د ټیټ کیفیت له کبله اړ کیږي، چې خپل ناروغان بهرنیو هیوادونو ته واستوي.

د عامې روغتیا وزیري ډاکټر ثریا دلیل بیا په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو د نشتون لوی لامل امنیتي ستونزې او د لویو لارو خرابوالی ښیي.

میرمن د لیل چې د شنبی په ورځ په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې له لمانځ غونډې وروسته په یوه خبری غونډه کې وینا کوله په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو په اړه نورې پرتې ستونزې داسې بیانکړي.

″هغه ستونزې چې په ځانګړی توګه زموږ په اړه دی، په لیرې پرتو سیمو کې د ښځینه مسلکي کارکوونکو نه شتون دی، زموږ له اوه ویشت تر دیرش فیصده روغتیایي مرکزونه په ولایتونو کی یوه ښځینه کار کوونکی هم نلری،بل داچې روغتیایې خدمتونه قیمته دی، د روغتیا د نړیوال سازمان د وینا پر بنسټ حکومتونه باید خپله پنځلس سلنه بودیجه روغتیا ته ځانګړې کړي، چې افغانستان له دری نیم ترڅلور فیصده بودیجه ځانګړی کړی.

اوبل هغه ستونزې، چې د روغتیایي سکتور څخه بهر دي، د سړکونو، برېښنا نشتوالی او امنیتي ستونزې دي، چې زموږ په کارونو یې اغیز کړی دی.″

په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو په اړه دې ستونزو ته په داسې حال کې اشاره کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې همدا اوس د هیواد شاو خوا اتیا سلنه نفوس روغتیایي تر پوښښ لاندې راغلي.

یوشمېر خلک بیا د موجوده روغتیایي خدماتو شتون کافي نه بولي او وایي چې د دوی په سیمو کې په روغتیایي مرکزونو کې مسلکي پرسونل او نور امکانات نشته نو اړ دي، چې خپل ناروغان لویو ښارونو ته د درملنې لپاره راولي.

یوشمېر هغه خلک، چې خپل ناروغان یې مرکز کابل ته راوستلې په دولتي روغتونونو کې د د روغتیایي خدماتو کیفیت ټیټ بولي او وایي:

″۱- زما نوم ګل محمد دی، د پاکتیا اوسېدونکی یم. دلته مې مریض راوستی دی. د دولتي روغتونونو وضعیت ډېر خراب دی، د کابل په علي اباد کې مې یو مریض داخل کړی و، د هغه په تسې کې اوبه وې پیپ یې ورتېر کړی و، یو وخت په پیپ کې وینه راتله، څوک نه وو چې پیپ یې ترې ایسته کړی وای، یو ته مې وویل، چې دا پیپ ترې ایسته کړه، هغه راته وویل، چا چې ورته لګولی هغه یې باید ترې ایسته کړي.

۲- زه فرید الله یم، د ننګرهار اوسېدونکی یم. مور مې ناروغه ده، ډېرې داروګانې مو ورباندې وکړې، خو په دولتي رغتونونو کې هېڅ پوښتنه نه شته، د مریض پوښتنه نه کیږي، سم معاینات نه کیږي، روغتونه ته چې ورشې بس نسخه در کوي او رخصتوي دې که ښه شوې او کنه.

که واسطه ونه لري، خدای که داکټر هم وکتلای شې.″

له بل لوري کتونکي بیا د روغتیایي خدماتو د پراخولو په برخه کې روانې هڅې تر یوه حده ګټورې بولي، خو وایي، چې د دغو خدماتو ټیټ کیفیت هغه څه دي، چې خلک یې اندیښمن کړي.

که څه هم د روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د پراخو او کیفیت د لوړولو لپاره پنځه کلنه ستراتیژۍ جوړه کړې او اوس مهال په یوې لس کلنې ستراتیژۍ کار روان دې، خو کتونکي سپارښتنه کوي، چې په هیواد کې باید د پیچلو ناروغیو د درملنې د امکاناتو برابرول هم باید په پام کې وساتلې شي.

اوس مهال اکثره هغه ناروغان، چې پیچلې روغتیایي ستونزې لري خپله د ډاکټرانو له خوا ورته سپارښتنه کیږي، چې له هیواده بهر ولاړ شي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG