د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۴

د ولسي جرګې د غیرحاضرو وکيلانو نومونه اعلان شول


د ولسي جرګې اداري پلاوي د شنبی په ورځ د جرګې د هغو لسګونو غړیو نومونه اعلان کړل، چې د روان کال له پیل څخه غیرحاضر دي او یایې حاضري نه ده لاسلیک کړې.

د جرګې منشي عبدالستار خواصي وویل، دوی د همدې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل کړي، چې د جرګې په کورنیو دندو کې داسې بدلون راولي څو له غیرحاضرانو سره قانوني چلند وشي.

د ولسي جرګې په دې غړو کې، د یو شمیر پیژندل شویو څیرو لکه، عبدالرب رسول سیاف، میرویس یاسیني، امان اله پیمان او میرامان اله ګذر نومونه هم شامل دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غوڼده کې وویل، د دې وکېلانو شمېر درې څلویښتو تنو ته رسیږي.

ده وویل، دا د جرګې هغه غړي دي، چې د روان کال له پیل څخه د جرګې غونډو ته نه دي حاضر شوي او یا یې د حاضرۍ په کتاب کې لاس لیک نه
دی کړی.

خواصي وویل، په دوی کې دیارلس د جرګې ښځینه غړې دي، لکه:
راضیه سعادت منګل، فهیمه سادات، هما سلطاني، اصفه شاداب، فاطمه نظري، صدیقه مبارز، فرشته امیني، رحیمه جامي، نجلا دهقان نژاد او لیلما حکيمي.

او نارینه غړی لکه، عبیداله بارکزی، قاضي عبدالرحیم، زلمی مجددي، عبدالطیف پدرام، سید منصور نادری، عباس ابراهیم زاده، محداسحق رهګذر، علم خان ازادي، محمد ابراهیم غښتلی، اسداله شریفي، سید انور سادات، داکټر شاه جهان، عارف رحماني، بکتاش سیاووش، عزت عاطف، سیدعلي کاظمي، ډاکترعبیداله کلیم زوی او عبدالرحیم ایوبي.

د جرګې منشي نور نومونه هم واخیستل:

″شکېلا هاشمي، فریدون مهمند، فرشته انوري، مولوي احمداله موحد، عبدالهادي جمشیدي، نثاراحمد غوریاني، عبدالودود پوپل، حبیبه سادات او هیلۍ ارشاد.″

د جرګې اداری پلاوی وایي، که چېرې د جرګې دغړو غیرحاضري دوام ومومي، د جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې به ورسره چلند وشي.

″دا درې څلویښت کسان چې نومونه یې واخیستل شول، د حمل په میاشت کې غیرحاضر دي، د کورنیو دندو په اصولو کارکوو او د داسې بدلون په تمه یو، چې له غیرحاضرانو سره په کې قانوني چلند ته لاره اواره شي، که غیر حاضري دوام وکړي، ممکن د ېو شمیر غړو حقوق او امتیازات ځنې واخیستل شي.″

په دې وروستیو کې د جرګې دغړو پر غیرحاضري انتقادونه زیات شوي دي.

د جرګې اداري پلاوی وایي، دامساله سبب شوې، چې جرګه له نصابه ولویږي او د یولړ طرحو او قوانینو تصویبیدل و ځنډیږي.

اداري پلاوی وایي، د جرګې د ځینو غړو دوامداره غیرحاضري هیڅ قانوني دلیل نه لري.

راپورونه وایي، د جرګې ځیني غړي ترډیره ځایه په شخصي کارونو بوخت دی او هغو کارونو ته چې، خلک یې ځنې غواړي لږه پاملرنه کوي.

د جرګې یو شمېر غړی تاکېد کوي، چې هغه غړي چې، په دوامداره توګه غونډو ته نه حاضرییږي باید، ټول مادي او معنوي امتیازات دې ځنې واخیستل شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG