د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۶

ځیني کارپوهان د کابل بانک لپاره د ولسمشر په امر جوړه شوې محکمه نمایشي ګڼي


که څه هم له کابل بانک څخه په غیر قانوني توګه د پیسو د ویستوونکو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړیدو امر ظاهراً د جمهور رییس حامد کرزي یو جدي اقدام بلل کیږي، خو ځینې کتوونکي بیا د دې پر خلاف فکر کوي.

د افغانستان د ترانسپورټ پخوانی وزیر حمیدالله فاروقي وايي، چې که چیرې د دغو کسانو د محاکمې لپاره سیاسي اراده موجوده وای، نو دغه کار تراوسه پورې په عادي محاکمو کې هم کیدای شو.

نوموړی ازادي راډیو ته وویل، چې جمهور رییس په دې توګه غواړي د توکیو د کنفرانس په درشل کې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې نړیوالو ته ځان جدي وښيي:

″زه داسې حقایق او داسې دلایل نه وینم، چې ګومان وکړم، چې د دې حکومت روش تغیر کړی، له ما سره هم دا اندېښنه ده او خلک داسې فکر کوي، چې د افغانستان معاملات د راتلونکي پنځلسو کلونو لپاره په توکیو کې سر نیسي، هغه حلقات چې د ولسمشر شاوخوا کې دي، داسې فکر کوي، چې دوی ډېر هوښیار خلک دي، فکر کوي، چې د افغانستان خلک او نړېوال غولوي، خو دا فکر نه کوي، چې دا زموږ ملي او تاریخي ارزښتونه دي. نو په دې شکل موږ نه خلک او نه هم دنیا غولوی شو.″

ښاغلي فاروقي همداراز وویل، چې شاوخوا درې کاله مخکې جمهور رییس په اداري فساد کې د ښکیلو وزیرانو د محاکمې لپاره هم د ځانګړې محکمې د جوړیدو امر کړی و، چې تراوسه پورې دغه کار نه دی شوی.

څو ورځې مخکې جمهور رییس حامد کرزی نه یوازې د کابل بانک په پیښه کې د ښکیلو کسانو د محاکمې لپاره د ځانګړې څارنوالۍ او محکمې د جوړیدو امر وکړ، په دوو میاشتو کې یې د ویستل شویو پیسو د بیرته راګرځولو لارښوونه هم کړې ده.

بل خوا ځینې دولتي سرچینې وايي، چې د دغو پیسو د بېرته راګرځولو لپاره اقدامات جدي شوي دي.

د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي د نوم د خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې د کابل بانک یو پخوانی مسوول شیرخان فرنود یو ځلې بیا په کابل کې نیول شوی دی.

دغې سرچینې همداراز وویل، چې د دې بانک یو بل شریک خلیل فیروزي هم په هرات کې تر څارنې لاندې دی او د کابل بانک د پیسو د بېرته ګرځولو لپاره په دې ولایت کې د خپلو شتمنیو په پلورلو بوخت دی.

بل خوا څو ورځې مخکې د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال ازادي راډیو ته وویل، چې په دوبۍ کې د کابل بانک په پيسو اخیستل شوي اکثره ملکیتونه هم بیرته راګرځول شوي دي:

″د کابل بانک په برخه کې وروستي پرمختګونه دا دي، کوم جایدادونه چې په دوبی کې وو، تقریباً انتقال شوي دي، د بانک په نوم شوي او موږ هم مربوطه ادارو ته مکتوب ورلیږلی دی، چې هغوی خپل نماینده ګان موږ ته تعیین کړي، څو هغه جایدادونه خرڅ کړو او پیسې اصول کړو.

زموږ پیش بیني دا ده، چې انشاء الله له ۷۵ څخه تر اتیا سلنې پورې پیسې به موږ اصول کړای شو.″

له کابل بانک نه شاوخوا نه سوه ملیونه ډالره په غیر قانوني توګه د دې بانک له برخه والو له خوا ویستل شوي دي.

د چارواکو په وینا تراوسه پورې یوازې یو اتیا ملیونه ډالره راګرځول شوي دي.

د جمهور رییس حامد کرزي ورور محمود کرزی او د هغه د لومړي مرستیال قسیم فهیم ورور هم د دې بانک له برخه والو څخه وو، که څه هم محمود کرزي څو څو ځلې ویلي چې د کابل بانک پيسې یې بیرته تسلیم کړي دي.

د کابل بانک مسالې د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت د مبارزې په اړه له نړیوالې سره پوښتنې راپيدا کړي او د افغانستان د نوي ټوکیدلي بانکي سیسټم پرمختګ یې هم تر سیوري لاندې راوستی دی.
XS
SM
MD
LG