د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۱

ځیني سیاسي کړۍ د روان کال د بودجې د تصویبېدو مخه نیسي


د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون غړي وايي، ځینې سیاسي کړۍ شته چې نه غواړي د یوزرو درې سوه یونوي یم لمریز کال د بودجې طرح تصویب شي. ولسي جرګې د شنبې په ورځ دا بودجه د دوهم ځل لپاره هم تصویب نه کړه او نورو بحثونو ته یې وځنډوله.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون له نظره، د مالیې وزارت ‍‍‍د یوزرو درې سوه یونوي یم لمریز په بودجه کې، زیاتوالی راوستی، خو د جرګې یوشمیر غړي هڅه کوي چی، په مختلفو بهانو د بودجي د تصویبیدو خنډ شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون مرستیال انجینر کمال له ازادي راډیو سره په خبرو کې، د جرګې د کوم غړي نوم وانه خیست، خو ویې ویل چې د جرګې هر غړی، چې له بودجې څخه سیاسی ګټه پورته کوي، د ملی پرمختګونو مخه نیسي، ده وویل:

″ډیر وکیل صاحبان غواړي، چې خپلو ولایتونو ډیره بودجه او ډیرې پروژې ولري، خو د مالي وزارت د توان سره سم تریوه حده د دوی غوښتنې په پام کې نیولي او دوی چې بیاهم دا بودجه نه تصویبوي، سیاسي ګټه ترې پورته کول غواړي، چې دا کار د ګټې پرځای ملت ته زیان رسوي، د بودجې ځنډول د پروژو پرمختګ ټکني کوي.″

د ولسي جرګې دشنبی دورځې په غونډه کې،دمالي او بودجې د کمیسیون له خوا د ۱۳۹۱ کال د بودجې طرح جرګې ته ولوستل شوه.

د یاد کمیسیون ريیس وویل،د جرګې له غوښتنې سره سم د ماليې وزارت په عادی بودجه کې څه باندې یوسلو اوه اتیا میلیونه افغانۍ زیاتوالی راوستی او په انکشافي بودجه یې هم زیاته کړې ده.

د مالي اوبودجې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال اصلاح شوې بودجه ″یوسلو څلوردېرش اعشاریه څلور″ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده.

او انکشافي بودجه هغه څه دي، چې د مرستندویو هیوادونو د مرستو په نیتجه کې په کې بدلون راتللی شي.

سره له دې چې د مالي او بودجې د کمیسیون مرستیال ‍‍‍د بودجې نه تصویبول د جرګې د ځینو غړو سیاسي هڅه ګڼي، خو د جرګې لومړی منشي بیا دا ادعا ردوي او وايي، چې د بودجې طرح یو بل بحث ته هم ضرورت لري.

عبدالستار خواصي وویل:

″سیاسي چلند نه دی، بلکې دا بودجه ایجابوي چې یوه بله ورځ هم په کمیسیونونو کې تربحث لاندی ونیول شي، کله چی بحثونه پای ته ورسیدل په راتلونکي غونډې ته به وړاندې شي.″

د یو زرو درې سوه یونوي یم کال د بودجې طرح تیرکال د حوت په اته ویشتمه ولسي جرګې ته سپارل شوې وه، خو ولسي جرګې په دې دلیل، چې
ګواکې توازن په کې په پام کې نه و نیول شوی کړه او اوس چې د مالیې وزارت په کی یولړ بدلونونه او زیاتوالی هم منلی، بیاهم وځنډیده.

کارپوهان وایي، که د بودجې تصویبیدل وځنډیږي، له هېواد سره به د نړېوال وجهي صندق پرمرستو ناوغړه اغیز وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG