د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۳

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له پرلپسې بریاوو وروسته کابل ته راورسېد


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال شل اوریز جام ته له لار موندلو او په انټرکانټینټال او یو ورځنیو لوبو کې د هالنډ له ماتولو وروسته د شنبې په سهار کابل ته راورسید.

د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم څخه د کابل په هوایي ډګر کې د کابینې ځینو غړیو، د کرکټ بورډ چارواکو او د کرکټ مینه والو هرکلی وکړ.

کابل ته له راستنیدو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به هڅه وکړي، چې د شل اوریزه لوبو په نړیوال جام کې د ښه ځلیدو لپاره کافي تیارېی ونیسې.

د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې نړیوالو شل اوریزه لوبو ته د لار موندلو، انټر کانټیننټل او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې له ګډون وروسته د شنبې په ورځ کابل ته ستون شو او د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې یی تود هرکلې شو.

د ملي ټیم کپټان نوروز منګل رسنیو ته وویل تر نړیوال شل اوریز جام پورې چې د روان کال سپټمبر او اکتوبرپه میاشتو کې کیږي ټیم یې پوره وخت لري څو وکولای شي ښه چمتوالی ونیسي.

ښاغلي منګل د آزادۍ راډیو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي ټیم په اوسني ځوان جوړښت څومره باوري دی څو وکولای شي په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړي داسې وویل :

″بلکل که تاسو وګورئ چې هر ځل موږ ځان سره نوی ځوان لوبغاړي بوولی دی ماشالله دوی خپل استعداد ښولې دی، نو دا ډېره غټه خبره ده د افغانستان د ټيم لپاره د افغانستان د کرکټ دپاره چې یواځې دغه کریم صادق یا نوروز منګل یا نورعلي ځدراڼ نه دي نور داسې ځوانان شته چې هغوي د دوی ځاي نیسي نو مونږ به انشالله ځوانانو ته هم موقع ورکوو تر څو دوی هغه کومه تجربه ده هغه تر لاسه کي.″

د نړیوال شل اوریز جام لوبې سږکال د سپټامبر په اتلسمې پیلیږي او د اکتوبر په اوومې به یې پایلوبه وشي چې افغانستان په ګروپي او اې ډله کې د سپټمبر په اتلسمه له هند سره مخ کیږي او په یویشتم تاریخ یې له انګلستان سره د لوبې ډګر ته وځي .

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال شل اوریز جام ته د ورتګ لپاره اتو هیوادونو ته ماتې ورکړه او له هالنډ څخه یی د انټرکانټیننټال یوه لوبه ګټلې او دوه یو ورځنۍ لوبې یی مساوي پای ته ورسولې.

پدې سیالیو کې افغانستان څلور نوي لوبغاړي میدان ته ایستلي وو، چې په هغو کې افسر ځآځې، عزت اله دولتزې، افتاب عالم د یادولو وړ دي، چې اکثره یی د ټیم د کپټان په وینا ښه ځلیدلي دي.

د افغانستان د کرکټ ټیم د لوبغاړو مورال هم لوړ بریښې او وایی، چې دوی به د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ښه لاس ته راوړنې ولري.
په دې اړه شهزاد محمدي،افسر ځاځی او آفتاب علم داسې وایي :

″ ۱- شهزاد محمدي: د الله فضل دی مونږ جام جهاني ته لار پیدا که او ډېر خوشحالۍ ځاي ده دغلته موږ ته چې موږ اوس کله کابل میدان هوایي ته راورسیدو مونږ ته دومره خلک ولاړ دي.

۲- افسر ځاځی: موږه کم یانګ لوبغاړي ټیم کې اچولي وو ځوانان هغه یې ډېر سه پورټ کړل او ډېره ډاډګیرنه یې ورکړه همدا یې وجه وه چې لوبډله ډېره ښه وځلیدله .

۳- آفتاب علم: زه ډېر خوشحاله یمه او ټولو ته د افغانستان ددې بریا مبارکي وایمه ټولو هیوادوالو ته.″


دا دویم ځل دی چې د افغانستان ملي ټیم د شل اوریز کرکټ لوبو نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

که څه هم ملي ټیم په شل اوریز جام کې لوبیدی شي خو په پنځوس اوره او ټسټ یا څلور ورځنیو لوبو کې د ګډون لپاره هلې ځلې کوي او لا اوږد مزل لري څو یادو لوبو ته لار پرانیزي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG