د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د امریکايي عسکر ″رابرټ بېلز″ د وکیلانو ترمنځ اختلافات پیدا شوي


د پنجوايي په پېښه کې ښکېل امریکایی رابرټ بېلز
د پنجوايي په پېښه کې ښکېل امریکایی رابرټ بېلز
د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۷ ملکي وګړو په وژلو د تورن امریکايي سرتیري رابرټ بیلز ملکي مدافع وکیل له دې قضېې څخه د نوموړي د پوځي وکیل د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، له رابرټ بیلز څخه د دفاعيې د څرنګوالي پر سر د هغه د دواړو وکیلانو تر منځ اختلافات پیدا شوي دي.

د سرتیري بیلز ملکي مدافع وکیل هینري براون چې په دې وروستیو کې په رسنیو کې زیات یادیږي په دې قضیه کې پوځي مدافع وکیل جګړن توماس هرلي ته یو ایمل استولی او ورته يې ویلي، چې دې ترې په دغه شان قضیو کې زیاته تجربه لري اوهغه باید له دې قضيې لاس واخلي.

د امریکا پوځ سرتیري بیلز ته توماس هرلي د مدافع وکیل په توګه ټاکلی دی خو نوموړی کولی شي، چې له ځان څخه د دفاع لپاره ملکي وکیل هم ولري.

په همدې حال کې د پنجوايي د ۱۷ وګړو په وژلو د تورن سرتیري میرمن امریکايي رسنیو ته ویلي؛ خاوند يې چمتو و، چې افغانستان ته واستول شي.

کاریلین بیلز دا ردوي چې ګواکي خاوند يې له ذهني پریشانۍ یا اختلالاتو کړې ده.

بل لور ته د قندهار د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د امریکا د پوځ یو هیات د پیښې ځای کتلی او ژمنه يې کړې ده چې تورن سریتیرۍ به په علني او شفافه ډول محاکمه کیږي.

۳۸ کلن رابرټ بیلز چې دا مهال د امریکا په کنساس ایالت کې په یوه پوځي زندان کې بند دی په رسمي ډول د مارچ په ۱۱ نیټه په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۷ ملکیانو چې نهه ماشومان هم په کې شامل دي ،په وژلو تورن شو.
XS
SM
MD
LG