د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

په چين کې يوه ځوان د iPhone او Ipad د رانيولو لپاره خپل پښتورګى وپلوره


د چين دولتي رسنۍ وايي چارواکو پنځه کسان د دغه هېواد په جنوب کې وروسته تر هغه ونيول چې يوه تنکي ځوان د اى فون ټليفون او اى پاډ د رانيولو لپاره خپل پښتورګى يا ګرده خرڅه کړه.

د چين دولتي اژانس سينهوا ويلي، په چېن ژوو ښار کې څارنوالانو د يوه ١٧ کلن زده کوونکي د پښتورګي د غيرقانوني ايستلو او بل چا ته د لګولو له کبله نيول شوي مشکوک کسان تورن کړي دي.

دغه هلک ويلي چې د پښتورګي په بدل کې درې زره ډالره ورکړل شوي دي.

د سينهوا په حواله، په نيول شويو کې يو جراح ډاکټر، هم شامل دى، چې راپورونه وايي د تېر کال په اپرېل مياشت کې يې د دې ځوان پښتورګى د عملياتو په مرسته ايستلى دى.

اژانس زياتوي، په چين کې پنځلس لکه خلک دېته اړتيا لري چې د بدن بېلابېل غړي ورته لګول شي، خو د کاله شا و خوا لس زره کسانو ته د بدن غړي لګول کېږي، چې دې مسئلې په دغه هېواد کې د بدن د غړو غيرقانوني کار و بار زيات کړى دى.
XS
SM
MD
LG