د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۳

امريکا افغانانو ته بيا فل برايټ بورسونه ورکوي


په افغانستان کې د امريکې سفارت يو ځل بيا د فل برايټ سکالرشيپ اعلان کړی خو دا ځل پکې د لومړي ځل لپاره درې تنه زده کوونکي د پي، ایچ، ډي يا ډاکټرۍ ډګري د حاصلولو لپاره امريکا ته استوي. همداراز ۷۵ نور کسان د ماسټرۍ اخیستلو لپاره امريکا ته ليږي.

په کابل کې د امريکې د سفارت د معلوماتو او اړيکو د څانګې مرستيالې سارا ايوانز مشال ريډيو ته وويل دا ځل فل برايټ ته د خواست ليږلو تاريخ د راتلونکې مئ مياشتې لومړۍ نيټه ده. هغې زياته کړه:

((موږ د فل برايټ له لارې د ماسټرۍ ډګريوو د ورکولو پروګرام پنځه ویشت فیصده زيات کړی دی. ۷۵ کسان به امريکا ته ليږو. ۲۵ کسان به داسې وي چې که په حتمي ۷۵ کسانو کې څوک د کوم لامل له وجې لاړ نه شي نو بيا د هغه پر ځای له دوی څخه يو کس استوو. او دا لومړی ځل دی چې د پي ايچ ډي يا ډاکټرۍ ډګري لپاره درې کسان امريکا ته ليږو. تمه ده چې ۲۰۰۰ کسان به غوښتنليکونه راوليږي. په فل برايټ کې د زياتوالي وجه ساده ده او هغه دا چې دا پروګرام ډير زيات بريالی دی.))

ساره ايوانز وايي زده کوونکي کولی شي کابل کې د امريکايي سفارت د ویب سايټ (kabul.usembassy.gov) له لارې درخواستونه ورکولی شي. د زده کوونکي بايد انګريزي زده وي، له څوارلسمه فارغ وي (لیسانسه وي) او که په کوم دفترکې د کار تجربه ولري نو ښه ده. د غوراوي په مرحله کې د انګريزۍ امتحان اخیستل کيږي او د زده کړو په اړه ورسره مخامخ انټرويو يا مرکه کيږي.

ايوانز زياتوي چې د جګړه ځپلو سيمو زده کوونکي د انتخابيدو ډير چانس لري:

((موږ يو کس ته پر بل ترجیح نه ورکوو خو کوشش کوو چې له هغه سيمو څخه د کسانو ليږلو ته ډير پام وکړو چې په تيرو کلونو کې ترې څوک نه وي تللي. زه به دا ووايم هغه زده کوونکي چې له داسې ځايونو څخه دي چې هلته تعليم کم دی يا ځينې ښځينه زده کوونکي دي چې د طالبانو له وجې يې تعليم ته پوره لاس رسی نه درلود او يا يې هم په ډيرو سختو شرایطو کې زده کړې کړي وي، نو دا دې مونږ ته وليکي. دا په انټرويو کې ناست کسان په پام کې نيسي.))

د هغې په وينا که د فل برايټ له لارې چا مخکې يوه ډيګري اخيستي وي نو نه شي کولی چې بل فل برايټ واخلي.

د بغلان ولايت عبدالصبور جواد د فل برايټ له لارې د امريکه په مونټانا پوهنتون کې د څوارلسم ډيګري يا بيچلر(لیسانس) اخيستي، هغه د امريکا د تعليم د ستاينې ترڅنګ هلته د ورځني ژوند په اړه وويل:

((اول کې زده کوونکو ته د امريکا د کلچر، د هغه ځای د خلکو او پوهنتون سره د اشنا کولو لپاره معلومات ورکوي. هلته نه په مذهب پابندي شته او نه هم د خپلو کلتوري هلوځلو په کولو. د مثال په ډول ما په نيويارک کې خلک ليدل چې د حلالو خوراکونو د خرڅولو په وخت به يې قران شريف په لوړ غږ لګولی وو او اوريده به يې. ورسره به يې په ګڼ بازار کې په جمع لمونځونه هم کول.))

د نوموړي په وينا فلا برايټ په نړۍ کې تر ټولو معتبره سکالرشيپ دی او که څوک يې ولري، په دفترونو کې ورته د نورو په پرتله کار زر پيدا کيږي. هغه زياتوي:

((هغه کسانو چې په بهر کې يې زده کړې کړي، هغوی ته دا ډيره اسانه ده چې کار پيدا کړي. مونږ د فل برايټ زده کوونکي چې بيرته راستانه شوي يو، يوه اتحاديه لرو چې له لارې يې نور ورستانه کيدونکو زده کوونکو سره د کار په برخه کې مرسته کوو. دوی ټول په يوه يا دوه مياشتو کې په ښو دفترونو کې ښه کارونه پيدا کولی شي.))

په افغانستان کې فل برايټ او ورسره تړلی هيمفري پروګرام اوږده تاریخچه لري خو يو وخت د نامناسبو شرایطو له وجې بند او په ۲۰۰۴ کال کې بيا پيل شو چې تراوسه يې د څوارلسم ټولګي يا بيچلر، د شپاړسم يا ماسټرز او يا هم د استادانو د پروګرام له لارې ۳۱۸ افغانان امريکا ته ليږلي. په دوی کې هغه کسان هم دي چې په امريکا کې يو کال د پښتو او دري ژبور د درس کولو لپاره تللي.

بشير ګواښ، د ازادۍ راډيو مشال څانګه
XS
SM
MD
LG