د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۰

هوتک: افغانستان ته د MCC د سفر هرکلى کوو


فريد هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې کابل ته د انګلیستان د مري لیبون کرکټ کلب د کېدونکي سفر هرکلی کوي، خو دوی ته تراوسه پوري دغه کلب د خپل سفر په اړه مالومات نه دي ورکړي.

ایم سي سي وايي چې افغانستان د کرکټ په ډګر کې رابوټېدونکی هیواد دی او د دغه هیواد ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې ډراماتیک او حیرانوونکی پرمختګ کړی او د کرکټ له مخکښو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شوی دی.
روانه میاشت د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۲ کال شل اوریزو نړیوالو اتلولیو ته، چې په سریلانکا کې کېږي، لار وموندله.

عصمت څاروان کابل ته د ایم سي سي د مشر د ممکنه سفر په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو له مسوول فرید هوتک سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG