د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۰

په لغمان کې د وسله والو په ډزو درې تنه مړه او یو تن ټپي شوی


دشنبې په شپه د نامعلومه وسلوالو له خوا د لغمان ولایت د مرکز اړوند د میدانیو په سیمه کې درې تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې له جومات څخه د راوتو په حال کې ول.

سربېره په وژل شویو کسانو یو تن ټپي شوی هم دی. د پېښي د عیني شاهدانو په وینا وسلوال د یوه موټرسایکل څخه په ګټې اخیستنې له سیمې تښتېدلي.

د لغمان والي محمد اقبال عزیزي پیښه تایید کړې او وايي چې امنیتي ارګانونو ته یې ویلي چې پیښه وپلټي او مجرمین ونیسي.

دلغمان ولایتي دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي ، تراوسه د پیښې انګیزه نه ده معلومه او امنیتي مسوولین یې په اړه څيړنې کوي، وژل شوي ، دسیمې مخور خلک واو دشخصي دښمنۍ په اړه یې چارواکو تراوسه څه نه دي ويلي.

بل پلو وسله والو مخالفینو دپیښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

محمدداودوفا/ جلال اباد
XS
SM
MD
LG