د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

په پيښورکې دوه ورځنی نړېوال پښتو ادبي کنفرانس پيل شو


د عالمي پښتو ادبي کنفويشن تر سرلیک لاندې نړیوال پښتو سمینار د جمعې په ورځ د پيښور په نشترهال کې د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د دودیزې پټۍ په پریکولو سره پرانستل شو.

دغه کنفرانس ته چې ټاکل شوې دوه ورځې به جاري وي د پاکستان پر بیلابیلو سیمو سربیره له افغانستان، عربي او یوشمیر نورو هیوادونو نه په سلګونو پښتانه لیکوال، شاعران، ادیبان او د ادب مینه وال راغلي دي.

د کنفرانس کوربه او د پښتو ادبي چمن ټل یوه مسوول سلیم بنګښ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم دا یوه ادبي غونډه ده، خو تر څنګ به يې د پښتني سییمو د حالاتو او ستونزو پر حل لارو هم خبرې کیږي :

"په اوسنیو حالاتو د ادیب مسوولیتونه څه دي، یو شاعر او لیکوال څنګه کولی شي له دې بحراني حالته د خپل قام و لس په ویستو کې کار وکړي او هغوی ته سمه لار وښيي؟

دا هغه څه دي، چې د ادبي مسائلو ترڅنګ به په دې سمینار کې پرې بحث کیږي او حل لارې به يې لټول کیږي)


نوموړي وویل، لرو بر پښتانه د یوه تپل شوي جنګ د اور په لمبو کې سوځي او تمه يې څرګنده کړه، چې د قلم خاوندان به له سیمې نه د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې ګټورې طرحې وړاندې کړي.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ډول ادبي هلې ځلې او په یوه ګډه غونډه کې د لر و بر پښتنو پوهانو راغونډیدل یو ګټور ګام وباله:

"له بده مرغه موږ خپل سوچه او سپيڅلی کلتور، دودونه او عنعنې هیرې کړي، یوشمیر خلک په ډیر مهارت سره د خپلو شخصي ګټو او شومو اهدافو دترلاسه کولو لپاره زموږ د تاریخ او کلتور د بربادۍ او بدنامولو هڅې کوي.

اصلي او سوچه پښتني کلتور او دودونه روښانه کول او وده ورکول پر یوه ټغر د پښتنو د راټولیدو، یوالي او هماهنګۍ یواځنۍ لاره ده او ان شاء الله موږ به په دې لړ کې هر ممکن اقدام وکړو"


سره له دې، چې پښتوژبه په زرګونو کاله زوړ تاریخ لري خو د املاء په برخه کې د لر و برو پښتنو ترمنځ اختلاف او یو څه بیلوالی هغه ستونزه ده چې له پخوا راهیسې موجوده او لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
استاد حبیب الله رفیع دغه ډول غونډې ددې ستونزې د اواري لپاره ګټورې بولي :

"د پښتنو پوهانو او ادیبانو راشه درشه د ژبې او کلتور په نژدیوالي کې تر ټولو ښه او غوره لاره ده، ځکه چې همدا ناستې د لیکوالو ترمنځ د ژبې او املاء په برخه کې د پرتو ستونزو په اواړي کې مرسته کولی شي او بلاخره که خدای کول یوه ورځ به وتوانیږو چې یوه پښتو، کره پښتنو او معیاري پښتو دود کړو"

لیکوال و کیسه لیکونکی انجنیر ستانه میر زهیر په اوسنیو ترینګلیو حالاتو کې پر یوه ټغر د لر و بر پښتنو راټولیدل ددې ډول غونډو یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او وايي:

"په داسې حال کې، چې پښتانه له هر لوري له سختو مشکلاتو سره مخ دي، زما په نظر دا ډول غونډې جوړول یو بیساری او ګټور کار دی.

ددې غونډو ګټه داده، چې پښتانه پوهان پر بیلابیلو موضوعاتو خپل نظریات وړاندې کوي، د ستونزو پر عواملو بحثونه کیږي او حل لارې یې لټول کیږي"


دوه ورځنی نړیوال پښتنو کنفرانس چې د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او یوشمیر شتمنو خلکو په مالي مرسته د پښتو ادبي چمن ټل له لوري جوړ شوی له ۱۹۸۷ میلادي کال راهیسې په پاکستان کې ددې لړئ لسم او د یادې ټولنې دویمه غونډه ده.

دا کنفرانس په داسې حال کې دایریږي، چې د پولې دواړې غاړو ته په پښتني سیمو کې د هرې ورځې په تیریدا د ترهګرۍ او جنګ جګړو لمن مخ پر پراخیدو ده.

تمه کیږي، چې په دې غونډه کې به له بیلابیلو سیمو نه راغلي پښتانه پوهان د ادبي مسائلو ترڅنګ په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ د له منځه عوامل په ګوته او د حل لارې ولټوي.
XS
SM
MD
LG