د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۰

افغان ځواکونو ته د انګلیسي ژبې پر زده کړې تاکید وشو


که څه هم په وروستیو لسو کلونو کې افغان ځواکونو ته د مسلکي زده کړو ډیر بورسونه ورکړل شوي، خو په انګلیسي ژبه د افغان سرتیرو، نه پوهیدل لامل شوي چې دا چانوسه له لاسه ووځي.

د کابل د کماندو لوا د چارواکو په وینا، د کماندو ځواکونه هم له دې ستونزې سره مخ دي.

د دې لوا قوماندان جنرال سیدعبدالکریم، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د دې لوا سرتیرو ته د انګلیسي ژبې پر زده کړې تاکېد وکړ:

«هره ورځ موږ ته لیک راځي، خو متاسفانه چې مناسب کس نه لرم چې امریکا، او نورو اروپایي هېوادونو ته یي ولیږم او هلته مسلکي زده کړې وکړي،له هره یو چې پوښتنه کوم انګلیسي یي نه وې زده.

همدا د ژبې ستونزه ده، چې نه شو کولای، ظرفیتونه لکه څنګه چې لازم دي هغسې یي لوړ کړو.»


جنرال کریم دا خبرې د کماندو لوا د ځانګړو ځواکونو، له اومې دورې څخه د یوسلو پنځوسو تنو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

دې سرتیرو په دغه مسلکي پروګرام کې، د روغتیا، مخابرې، انجینري او داسې نورو برخو کې زده کړې دي.

جنرال کریم وویل، فارغ شوي به له دی وروسته د هېواد په ولسوالیو او کلیو کې، د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو ټینګولو ته وګمارل شي.

د کماندو ځواکونو چارواکې په داسې حال د چانسونو له لاسه ورکولو اندیښمن کړي، چې یو شمېر کارپوهان وایي، دا ستونزه کېدای شي د یو لړ تدابیرو په نیولو اواره شي.

د اردو پخوانی جنرال عتیق اله امرخیل، وایي:

« یو خو دی بورسونو ته مستحق نه لیږل کېږي او دا لړۍ شفافه نه ده او بل دا چې په یو لنډ مهال روزنیز پروګرام کې له انګلیسي څخه د مهارتونو زده کړه مهمه ده او دا کار د ترجمان له لارې ښه پرمخ تللې شي.»

په انګلیسي ژبه د افغان سرتیرو، نه پوهیدل په داسې حال کې مطرح کېږي
چې ویل کېږي، ډیر داسې سرتیري شته چې د بهرنې ژبې زده کړه لا څه چې په خپله ژبه کې یي لیک ولوست هم نه دی زده.

سربیره پردې ستونزو دا هم ویل کېږي چې، یو شمېر سرتیري چې د مسلکي زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول شوي، ځیني یي بیرته نه دي راستانه شوي.

راپورخان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG