د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۳

"په فساد کې ښکیل دولتي چارواکي له پامه غورځول شوي"


د ملي شورا د غړو یو اساسي انتقاد دا وو، چې د اداري فساد په وړاندې په روانه مبارزه کې په فساد کې ښکیل دولتي چارواکي له پامه غورځول شوي او په ه وړاندې یي هیڅ ډول قانوني اقدام نه کیږي.

د ملي شورا دغو غړو، د پنجشنبې په ورځ د کابل د ولایتي شورا په غونډه کې د فساد په وړاندې د افغان حکومت په چلند انتقاد وکړ او ویي ویل، چې نه یوازې یې په اداري فساد کې ښکیل چارواکي محاکمه کړي نه دي بلکه دوي ورځ تر بله لا پرمختګ کوي.

د ولسي جرګې غړي داؤد کلکاني وویل، چې په فساد کې ښیکل چارواکي د نړېوالو مرستو د ضایع کیدو اصلي عاملین دي:

"تر اوسه افغانستان ته میلیاردونه ډالره راغلي او موږ د نړېوالې ټولنې احسانمند شوي هم یو، نړېواله ټولنه هم هره ورځ تانه راکوي، چې له افغانستان سره مو مرسته کړي، خو دا پیسې څه شوي؟

ما د افغان وګړو په استازیتوب څو ځله دا پوښتنه وکړه، چې دا پیسې څه شوي؟ خو چا ځواب رانه کړ، دا پيسې یو شمېر خلکو واخیستي په دوبی، امریکا کې یي ماڼۍ پرې واخیستې او په افغانستان کې یې ماڼۍ پرې ابادې کړې.

موږ هغه څوک پیژنو چې دا پیسې یي غلا کړي، خو څوک شته چې هغوي را وغواړي؟ وې نیسﺉ؟او محاکمه یې کړﺉ؟"


په دې غونډه کې د مشرانو جرګی دویم مرستیال ګل افغان هم په حکومتی سیستم انتقاد وکړ او وویل، هغه څوک چې فساد او خیانت کوي، نوره هم د پرمختګ لار ورته هواریږی او هغه څوک چې کار کوي له دندی ګوښه کیږي.

نوموړی وایي، ترهغه پوری، چې په ټولو باندی قانون یوشان پلې نشی،نو په دولتی ادارو کې د اداری فساد ختم به ګرانه خبره وي:

"هر څوک چی خیانت کوي،ورانی کوي،د هغه مقام لوږیږی او رتبه ورکول کیږي،او هغه څوک چی خدمت کوي، ګورو بله ورځ له دندی لیری کیږي،چې مثالونه یی هم لرو او نه غواړم چې ووایم."

په افغانستان کی د اداری فساد پرضد په مبارزی داسی مهال انتقادونه کیږې،چی اوسمهال نږدی دولس اداری پدی برخه کی فعالیت کوي.

د اداری فساد پر ضد د مبارزی د عالی ادارې ريئس عزیز الله لودین ازادی رآډیو ته په مرکه کی که څه هم د ملی شورا د غړو انتقادونه رد نکړل خو ویویل، چې دا مبارزه به هله کامیابه شی، چې خلک او په ځانګړی توګه ملی شورا ورسره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د اداری فساد پر ضد د مبارزی په برخه کی اساسی ستونزی ددې پدیدې په وړاندې د مبارزی په برخه کې د موازی ادارو موجودیت، د یوی واحدی ستراتیژۍ نشتوالې او دقانون نه پلی کیدل دی.

کتونکې هم وایی، ترهغه پوری، چې دا دری ستونزی هواری نشی، نو پدی اړه مبارزه به ګټه ونلري.

دا انتقادونه پداسې حال کې مطرح شوي، چې ټاکل شوې په روان کال کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د ټوکیو نړیوال کنفرانس جوړشی او یو ځلې بیا نړیواله ټولنه له افغانستان سره مالي مرستې اعلان کړي.

خو کتونکې وایی، چې داځل پدی کنفرانس کې دنړیوالو مرستی به هم په دولتی ادارو کې له شفافیت سره تړلې.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG