د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۰

"د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کیدل لیرې بریښي"


پاکستان د پنجشنبې په ورځ داسې نښې څرګندې کړې چې تر اوسه پورې ډیره لیرې بریښي چې له امریکا متحدو ایالتونو سره د کړکیچنو اړیکو د ښه کیدو لپاره له دې هېواد سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې یو لړ مهمو پیښو لاپسې خرابې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ وروسته تردې چې یوه امریکایي لوړ رتبه ډیپلومات په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره بیا خبرې وکړې، وویل، دواړه لوري تر اوسه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو او د تیرکال د هغو بریدونو په اړه چې په کې ۲۴ پاکستانی عسکر ووژل شول، یو لړ اختلافات لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط تایید کړه، چې دواړه لوري د یوې موافقې پر جزیاتو چې له مخې به یي افغانستان ته د ناتو د اکمالاتو د لیږدولو پر کاروانونو مالیې لګول کیږي او هم به امریکا دې هیواد ته د سخت دریځو وسله والو په وړاندې مبارزه کې د همکاری په بدل کې د امتیازیاتو ورکول له سره پیلوي، خبرې کوي.

هغه وویل، اوس موږ په ټولو دغو مسلو خبرې کوو خو نهایي نتیجه زموږ د پارلمان په پالیسیو پورې تړلې ده چې حکومت ته یې وړاندې کوي.

له امریکا سره د پاکستان اړیکې په تیرکال کې د څو مهمو پیښو له امله ډیرې کړکیچنې شوي.

د دې کال په جنوري کې د سي ای اې یوه کارکونکي دوه پاکستانیان ووژل، ورپسې په می میاشت کې امریکایي کوماندو په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې پرمشراسامه بن لادن پټ عملیات وکړل چې هغه پکې ووژل شو او د تیرکال په نومبر میاشت کې هم د پاکستاني عسکرو د وژل کیدو پیښه رامنځ ته شوه.

افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان پرپوځي پوستو د هوایي بریدونو وروستۍ پیښې دغه اړیکې ډیرې خرابې کړي.

پاکستان د دې پیښې په عکس العمل کې له خپلې خاورې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو ته د اکمالاتورسولو لارې بندې کړي او هم یې له شمسي اډې څخه چې ویل کیدل امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو لپاره کاراخیست، امریکایي پوځیان وایستل.

دغه راز ویل کیږي، چې د امریکا له خوا په پاکستان کې میشت د لشکرطیبه د ډلې د موسس حافظ محمد سعید او د دې ډلې پرمرستیال د شاوخوا دولسو میلیونو ډالرو انعام ټاکلو مسلې هم د پاکستاني چارواکو عکس العملونه راپارولي دي.

حافظ سعید په دې تورن دی چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبیی کې خونړۍ حملې د ده له خوا پلان او تنظیم شوې وې چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د حافظ سعید خلاف د قانوني او قضایي اقدماماتو لپاره دوی ته تراوسه کره شواهد ندي وړاندې شوي او ترهغو پورې چې دوی دغه شواهد ترلاسه کړي نه وي، د هغه په وړاندې هیڅ قانوني اقدام نشي کولای. هغه زیاته کړه:

"دی ته په پام سره چې دواړه ډموکراتیک هېوادونه دي، دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې موږ هریو محدودیتونه لرو او د غسې ټولې مسلې باید له قانوني لارې هوارې شي."

که څه هم له دغو پیښو وروسته اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ په لوړه سطحه تماسونه نیول شوي خو په دوه اړخیزو اړیکو کې د اختلافاتو د پای ته رسیدو یوه رسمي موافقه به ترهغو پورې لاسلیک نشي چې د پاکستان پارلمان له امریکا سره د اړیکو پرسرد بیا کتنې څیړنه پای ته نه وي رسولې او د اسلام د ګټو د خوندي کولو لپاره یې سپارښتنې وړاندې کړې نه وي.
XS
SM
MD
LG