د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۸

د بدخشان په کشم کې ځانمرګي درې تنه ووژل


په بدخشان کې ځایي چارواکي وایي، چې په کشم ولسوالۍ کې په یوه ځان وژونکې حمله کې درې کسان وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.

دغه حمله د پنجشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته په یوه بجه د کشم ولسوالۍ په بازار کې شوې.

وسله والو طالبانو د حملې مسؤلیت منلې او ویلي، چې په حمله کې د محلي پولیسو قومندان او پنځه ساتونکیی وژلې، خو چارواکو پدې اړه لا څه ندي ویلي.

پدې اړه نور تفصیل له کابله د جمیله ظریف په رپورټ کې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG