د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۳

"ایران د تاپي نللیکي د مخنیوي لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي"


په داسې حال کې چې افغان حکومت غواړي د تاپي نل لیکي د غځول کار ژر ترژره پیل کړي خو راپورونه وایي چې ایران د تاپي نل لیکي د مخنیوي لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت هم تاییدوي، چې ایران د تاپي نل لیکي په پلي کېدو کې خنډ رامنځ ته کوي او غواړي چې د ستونزو په پیدا کولو سره خپل ګار پرپاکستان او د جنوبي اسیا په ځینو نورو هیوادونو و پلوري.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل ازادي راډیو ته وویل چې د ایران له مخالفت سره سره به افغان حکومت هڅه وکړي چې دغه نل لیکه پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې وغځوي:

"ایران خو ډیر زیات علاقمند دی چې خپل غاز پر پاکستان او هندوستان باندې وپلوري، په ځانګړې توګه پر پاکستان ځکه چې دوي ورسره ګډه پوله هم لري، افغانستان دې ته ژمن دی چې ګاز د ترکمنستان نه د افغانستان له لارې تیر شي،افغانستان به هرهغه څه یې چې به وس کې وي کوي، پاکستان به هم تشویقوي،ترکمنستان به هم تشویقوي چې د ترکمنستان له لارې دغه نل لیکه تیره شي او ایران به هم ددغې مخالفت کوي ځکه دهغوی ګټه په دې کې ده چې ګاز یې پرپاکستان خرڅ شي."

د تآپي نل لیکې په مرسته به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولیږدول شي.

ددغې نل لیکې په غځولو باندې له څو کلونو راهیسې خبرې روانې دي او راپورونو له مخې ددې پروژې د ځنډ اصلی لامل د ایران په څیر د ځینو مغرضو کړیو لاس وهنه ښودلې کیږي.

که څه هم د سوداګرۍ وزارت تاییدوي چې ایران د تاپي نل لیکې د مخنیوي هلې ځلې کوي خو د کانونو وزارت په دې برخه کې د ایران د مداخلې په اړه نا خبري ښيي.

د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د تاپي نل لیکې په غځولو کې جدي دی او ددغې نل لیکې د غځولو نهايي پریکړه به د راتلونکې مۍ میاشتې په څلور اړخیزه غونډه کې وشي چې په ترکمنستان کې جوړیږي:

"موږ د دغې پروژې د پلي کېدو په هڅو کې یو، په دې اړه ډیرې غونډې هم شوي، خو دا یوه لویه او مغلقه پروژه ده، لس میلیارده ډالره پانګه اچونه پرې کیږي، ټآکل شوې په مۍ میاشت کې د تاپي پروژې د ښکیلو هیوادونو د کانونو وزیران یوه څلور اړخیزه غونډه وکړي او ددغې پروژې ټول اسناد نهایي کړي."

که څه هم ښاغلی عمر ونه غوښتل چې د تاپی نل لیکې په غځولو کې د ایران په مخالفت تبصره وکړي خو کار پوهان بیا وایي چې ایران ددغې پروژې شنډول غواړي.

افغان کتونکی عمر شریفي وایي چې افغان حکومت باید د پروژې له ښکیلو هیوادونو سره په ګډه د ایران ددې اقدام په وړاندې غبرګون وښیي:

"په سیمه او افغانستان کې شواهد وجود لري چې ایرانیان له دې خبرې زیات خوښ نه دي، اصولآ ایران دافغانستان په باره کې یو ثابت سیاست نه لري، دافغان حکومت منطقي غبرګون به داوي چې له یوې ګډې همغږۍ سره یعنی دهندوستان،ترکمنستان او حتی پاکستان په مرسته پرایران فشار راوړي."

تاپی نل لیکه به د ۷۳۵ کیلو مترو په اندازه د افغانستان په خاوره کې تیره شي او کتونکي وایي چې افغانستان ته به اقتصادي، ټولنیزې اوسیاسی ګټې ولري.

ددې نل لیکې په تیریدو سره به افغانستان ته دترانزیت میلیونونه ډالره پیسې راشي او زرګونه کسانو ته به دکار زمینه برابره شي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG