د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې وروستی خنډ هم د منځه تلو په حال کې دی


د افغان او امریکایي چارواکو له وینا وو ښکاري، چې د دواړو لورېو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې وروستې خنډ هم د منځه تلو په حال کې دې.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو موجودیت او د دوي د شپې عملیات هغه څه وو، چې تر ډیره ورته د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په وړاندې د خنډ په توګه کتل کیدل.

د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکو د کمسیون مشر عارف اله پشتون په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره تر خبرو وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دواړو لورېو ترمنځ موافقه شوې او ژر به رسمي شي.

د ده په وینا وروستي پرمختګونه ښیي، چې پس له دې به د شپې عملیاتو مشري افغان ځواکونه کوي او بهرنیان به یی ملاتړ کوي:
«د شپې عملیاتو باندې باید موږ ځانونه پوهه کړو،مثلا بندیدل نه دي عملیات به جریان لري خو کورونه ته داخلیدل به افغاني ځواکونه کوي مګر د نړېوالو ځواکونو حمایت به ورسره وي.»

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین په دې اړه رسنیو ته څه و نه ویل، خو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د افغان او امریکایی چارواکو په حواله لیکلي، چې پدې برخه کې پرمختګ شوې دې.

دغو رسنیو ویلي، که څه هم په دې اړه د خبرو په وروستیو شیبو کې د دواړو لوریو ترمنځ د هغو کسانو د ساتلو په اړه، چې پدې عملیاتو کې نیول کیږي ځینې اختلافات پورته شوي، خو امریکایی چارواکي یی جدي نه بولي.

د شپې د عملیاتو بندول او یا لږ ترلږه د هغې افغاني کول هغه څه وو، چې د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې یو اساسي خنډ بلل کیده.

افغان کتونکي که څه هم د افغان دولت د حقوقي حیثیت د ثابتولو لپاره دا پرمختګونه مهم بولي، خو وایی، چې افغان حکومت باید د تړون بڼه هم په پام کې وساتي.

افغان حکومت هم غوښتل، چې دا اړیکې د یو قرارداد په بڼه کې، چې الزامې حیثیت ولري رامنځ ته شي، حال دا، چې امریکا بیا هڅه کوله، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې د یوې اعلامیی په چوکاټ کې رامنځ ته شي.

خو اوس دا نده څرګنده، چې پدې برخه کې موجود اختلافات حل شوي او که نه؟

امریکا غواړي، چې د ستراتیژیکو اړیکو دا سند د شیکاګو له سرمشریزې مخکې لاسلیک کړي او افغان حکومت ویلي که غوښتنې یی ومنلې شي، نو دا امکان موجود دې، چې د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې دا سند لاسلیک شي.
XS
SM
MD
LG