د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

"کابل کې به افغان او قطري چارواکي د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین
د بهرنیو چارو وزارت تمه ښيي ډیر ژر به د قطر چارواکې په کابل کې له افغان چارواکو سره په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین چې د چهارشنبې په ورځ مشرانو جرګې ورغوښتی وو، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د سې شنبې په ورځ د قطر له چارواکو سره د طالبانو د دفتر په اړه خبرې کړي.

جاوید لودین وویل، چې ډیر ژر به د قطر حکومت یو پلاوې د همدې لپاره کابل ته سفر وکړي:

“پرون چې د بهرنیو چارو وزیر د قطر له چارواکو سره خبري درلودې، د دفتر د جوړولو په اړه خبري سوي او ټاکل سوې چې د دواړو هیوادونو چارواکې ډیر ژر په کابل کې د دفتر د پرانیسلو پر شرایطو لا ډیري خبري وکړي او بیا کوم تړون که لاسلیک کېدی نو هغه وخت به لاسلیک شي.”

په قطر کی د وسله والو طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانستلو لپاره له شاوخوا یو کال راهیسې خبرې روانې دي، خو تراوسه پورې پدې اړه کومه پریکړه نده سوې.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانیستلو هر کلی کوي.

ګل پاچا مجیدي او اکتر ستانکزی وايي تر هغو چې یو ادرس نه وي، د سولي خبري کومه نتیجه نه لري:

“د هر دولت سیاسي مخالفین دفترونه لري، چې نړیوالي ټولني په رسمیت پیژندلي، طالبان چې د دولت د مخالفینو یوه لویه ډله ده، په قطر کې یې موږ د دفتر د جوړولو هر کلی کوو.

که چیرې د مخالفینو یو عمومي مرکز معلوم نه وي، تاسو پوهیږی چې دوکاندار هم د طالبانو په استازیتوب راغلی، که چیري د دوي دفتر معلوم وي نو موږ کولای سو، په اسانۍ سره یوه پرېکړي ته ورسیږو، د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره یوازنۍ لاره د مخالفینو د ادرس معلومول دي.”


افغان حکومت له طالبانو سره د سولي لپاره په خپلو شرطونو کې ویلي، چې د افغانستان اساسي قانون به مني، له القاعده ډلي به جلاکیږي او له تاوتریخوالي به لاس اخلي.

په وروستیو کې طالبانو اعلان وکړ، چې امریکا یانو د زندانیانو د ازادولو غوښتنه نه ده منلې نو دوی هم خبري ځنډولي دي، خو څو ورځي مخکې د افغانستان د سولي عالي شورا وویل، چې امریکا د طالبانو د مشرانو له زندانه د ازادولو خبره په مشروط ډول منلې.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG