د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

قطر د افغانستان له ټولو خواوو سره پر خبرو ټينګار وکړ


قطر په خپله خاوره کې طالبانو ته اجازه ورکړې ده، چې يوه سياسي نمايندګي پرانيزي. قطري چارواکي وايي، د دې لپاره چې د سولې هڅې بيا له سره تازه شي، نو غواړي چې د افغانستان له ټولو ډلو سره خبرې وکړي.

د قطر دولتي اژانس په نړېوالو چارو کې د دغه هېواد د دولت د وزير خالد احمد عطيه خبره را اخيستې ده چې وايي، قطر به د افغانستان له بېلابېلو ډلو سره خبرې وکړي.

د قطر د دولت وزير وروسته تر دې دا خبره وکړه، چې پرون يې په دوحه کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره خبرې وکړې. دواړو لوريو په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو مساله وڅيړله.

د دې دفتر په اړه له قطره په ټيلفون د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسي زي ازادۍ راډيو ته وويل:

« افغانستان مخکې هم د طالبانو د يوه ادرس له رامنځته کيدو سره موافقه کړې وه او اوس يې هم دا مساله وڅيړله، قطري چارواکو هم يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ»

رويټرز اژانس څرګندوي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل او قطر ته له ګوانتنامو زندانه د طالبانو د بنديانو انتقال هغه مهم مسايل دي چې د روغې جوړې خبرو ته لاره هواروي.

طالبان د قطر له چارواکو سره له ګوانتنامو زندانه قطر ته د خپلو بنديانو د انتقال په اړه خبرې کوي خو تر اوسه په دې برخه کې موافقه نه ده شوې.

طالبانو په کندهار کې د اوولسو ملکي افغانانو له وژلو وروسته د سولې خبرې وځنډولې. د رپوټونو له مخې د کب په يوويشتمه د پنجوايي په ولسوالي کې اوولس ملکيان يوه امريکايي پوځي ووژل چې بيا امريکا ته دغه تورن بيول شو او محاکمه يې روانه ده.
XS
SM
MD
LG