د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

افغان کرکټ لوبډلې هالنډ ته ماتې ورکړه


نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ ټيم ته په څلور ورځنۍ لوبه کې په دريو ويکټو ماتې ورکړه.

لومړي بيټينګ هالنډ پيل کړی و، چې په لومړۍ پاڼې کې يې يوازې يو سل او دري ديرش منډې جوړې کړې او د افغانستان له لورې دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي د مقابل لوري څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

په څلور ورځنۍ لوبه کې دا لږې منډې دي، خو افغان بيټسمينان هم په لومړي ځل بيټينګ کې ښه ونه ځليدل او په يو سل او نهه ويشت منډو وسوځيدل. د هالنډ له لوري مدثر بخاري د افغانستان شپږ لوبغاړي اوټ کړل.

په دې مرحلې کې داسې ښکاريدل چې هالنډ برلاسي دي په تيره بيا چې په دوهم ځلي بيټينګ کې هالنډي لوبغاړو دوه سوه اته ويشت منډې وکړې.

په داسې ميدان کې چې د افغانستان د کرکټ د روزونکي کبير خان په ويناو ښه پکې ډير و بيټينګ کول اسانه نه و، نو څه باندې دوه سوه ديرش منډې د افغانستان لپاره اسانه نه ښکاريدې په تيره بيا چې د افغانستان د سر لوبغاړي ژر ژر اوټ شول او يو وخت افغانستان يوازې يو سل او يولس منډې لرلې او شپږ لوبغاړې يې سوځيدلي وو.

خو وروسته د افغانستان نوي ويکټ کيپر چې د نولس کلونو لوبغاړو له ډلې دي، افسر ځاځي، وتوانيده چې څلور اتيا منډې وکړي او ونه سوځي.

د افسر ځاځي دغو نومرو افغانستان وژغوره او د دوهمې کچې د ټيمونو په ډله کې يې شپاړس امتيازه د افغانستان په برخه کړل.
XS
SM
MD
LG