د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

کابل ورځپاڼو د سولې د بهیر په اړه مقالې لیکلي


د کابل ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ نن خپل مهم سرلیکونه د سولې د بهیر په اړه روانو خبرو ته ځانګړې کړې دي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخستي او لیکلي، چې د سولې اصلي خبرې باید د افغان دولت او طالبانو ترمنځ وشي.

ورځپاڼه لیکي، چې ډاکټر زلمې رسول، چې اوس مهال په قطر کې دې د دغه هېواد له مشرانو سره یي په خبرو کې په دې ټینګار کړې، چې امریکا او قطر په دې برخه کې یوازې د اسانتیاو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولای شي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې هم په دې ټینګار کړې، چې د سولې خبرې باید بین الافغاني وي، څو افغانان د یو بل خبرې واوري او د یو بل په غوښتنو غور وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا افغانان دي، چې کولای شي، د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي، نړېواله ټولنه په دې برخه کې کوم دریمګړې رول نشي لوبولې.

ورځپاڼې لیکلي، چې که امریکا او نړېواله ټولنه په مجموع کې سولې او تفاهم ته مخلصه وي، نو پکارده، چې په دې برخه کې د خنډونو له جوړولو لاس په سر شي او همکاري دې وکړي.

ورځپاڼې په نهایت کې دا نظر څرګند کړې، که د قطر خبرې دا ډول یو احساس راپورته کړای شي، نو دا به د افغانانو د ژغورنې لپاره یو ښه زیرې وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د پخلاینې لپاره د قطر بهیر مهم بللې او لیکلي، که په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي او د دوي پنځه مشران، چې په ګوانتانامو کې بندیان دي خوشي شي، نو دا به د سولې له هڅو سره زیاته مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلی، چې د قطر بهیر او یا هم د کوم بل هیواد په منځنګړیتوب باید د سولې هڅې ګړندۍ شي او د عملي خبرو د بیا پیل زمینه برابره شي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د طالبانو یو پخوانې جګپوړې چارواکې ملا ضعیف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابروي.

ورځپاڼه لیکي، چې دوبۍ ته د ملا ضعیف له ګډه کیدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګواکې دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هڅې کوي.

خو ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي ضعیف دا راپورونه رد کړي او دوبۍ ته یی د کډه کیدو لامل ځینې امنیتي ستونزې ښودلې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې ملا ضعیف به تل پاکستان د طالبانو په وړاندې په خیانت تورنولو او له بل لوري افغان حکومت هڅه کوله، چې دې د سولې په بهیر کې ښکیل کړي، چې ممکن دې کار طالبان دده ترور ته هڅولې وای.

محور:

خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغان حکومت کې ځینو هغو ستونزو ته کتنه کړې، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ګرځي.

ورځپاڼې یوه اساسي ستونزه دا په ګوته کړې، چې په افغان دولت کې د سولې او پخلاینې لپاره غښتلې اراده نده موجوده او ددې یوه ښه بیلګه د سولې له بهیر سره د افغان دولت سرسري چلند دې.

ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکلو لپاره د افغان ولسمشر دریځ ته په اشارې لیکلي، چې داسې یو هیواد به څنګه پرمختګ وکړي، چې دولتي دندې هم پکې میراثي وي.

محور لیکي، که څه هم ولسمشر د سولې د عالي شورا له غړو سره کار کوي، څو صلاح الدین رباني د خپل مشر په توګه ومني، خو هغه حساسیونه یی له پامه غورزولي، چې له شورا نه د باندې موجودې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د سولې د عالي شورا د ترکیب په اړه لا د مخه زیات انتقادونه موجود دي او ښاغلي رباني ټاکل به نه یوازې دا انتقادونه کم نکړي، بلکه ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

د ورځپاڼې په وینا پکار خو دا وه، چې ولسمشر ددې شورا د پخواني مشر په وړاندې د پرتو ننګونو او لانجونه ښه تجربه ترلاسه کړی وای او هغه یی د نوي مشر په ټاکلو کې په پام کې نیولې وای.
XS
SM
MD
LG