د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

"د سولې خبرې به یوازې د افغانانو له خوا پر مخ ځي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، چې قطر ته په یوه دوه ورځني سفر تللی، د سې شنبې په ورځ یي وویل، له طالبانو سره د پخلایني خبرې به یوازې د افغانانو له خوا پر مخ ځي، زلمی رسول له قطري چارواکو سره له خبرو وروسته وویل:

“ له طالبانو سره د سولې خبرې باید چې د افغانانو تر منځ وي، واشنګټن او دوحه د دې خبرو د بري لپاره یو مناسب چاپریال برابرولاي شي.”

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر خالد العطیه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې او خبرو وروسته وویل: “ هېواد یی طالبانو ته د یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو چارې پر مخ وړې تر څو له ټولو اړخونو سره ډيالوګ بیرته فعال شي. ”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د سفر په لومړۍ ورځ د دې هېواد له امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره هم وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، قطر به له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او د سولې په عملیې کې د سترې ونډې اخیستو په مقصد، په کابل کې سفارت پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د دوشنبې په ورځ ویلي و، زلمی رسول به د طالبانو له استازو سره ونه ګوري او دا ځکه چې په هغه هېواد کې تر اوسه د طالبانو لپاره سیاسي دفتر نه دی پرانیستل شوی.
XS
SM
MD
LG