د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

نازيه اقبال: د سندرو ويل بيا پيلوم


نازیې اقبال د ازادۍ راډيو له مشال څانګې سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي چې د سندرو نه ویلو اعلان یې ځکه کړی وو چې د ماشومانو ژوند یې په خطر کې و.

تر اعلان وروسته ، دا اول ځل دی چې نازیه اقبال له یوې رسنۍ سره په دې ارتباط خبرې کړې دي.

نازیه اقبال د خیبر پښتونخوا د سوات اوسیدونکې ده او تر لس کلنۍ په کم عمر یې سندرې ویل پيل کړې دي او دا دى تقریبا پنځلس یا شپاړس کاله کیږي چې لا هم سندرې وايي.

نازیه اقبال لا وړه وه چې د پېښور راډیو نه یې دا غزل خپور شو چې ( زه چې کله مړ شمه تورې جامې واغونده ) داغزل ډیر مشهور شو. او همدا رنګه ورو ورو د نازیې اقبال مینه وال هم زیات شول.

مشهور روسی لیکوال (لیوتولستوی) وايي : موسیقي هغه عشق دی چې د څرګندېدو په لټه کې دى او د اروپا یو ډیر منل شوی موسیقي جوړوونکی (موزارت) وايي چې که موسیقي نه وايي ښايي ژوند به هیڅ مفهوم نه درلودلای.

خو هغې ټولنې ته ورځو چیرته چې تل د مینې د څرګندیدو او ژوند ته د مفهوم د ورکولو هلې ځلې ځپل کیږي .

په خیبر پښتونخوا کې ډيره موده د نازیې اقبال ږغ نه اوریدل کیده.

خو دا اوس خپلو مینه والوته زیری ورکوي چې بیا یې د سندرو ویلو ته ملا تړلې ده او ډير ژر به یې د سندرو تازه کسټونه مارکیټ ته را ووزي.

دې له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې نامعلومو کسانو یې دری ماشومان برمته کړي وو او ګواښ یې ورته کړی و چې که له سندرو ویلو لاس وانخلي، ماشومان به یې ووژل شي.

نازیه اقبال وايي، چې دیته د پښتونخوا حکومت د دې د ماشومانو او کورنۍ د امنیت ساتلو ډاډ ورکړى دی، نو یو وار بیا د سندرو له ویلو ویره نه لري.

د پښتنو په هنري کړیو کې چې تر ډيره حده د دود او رواج تر اغیز لاندې دي ، ښځو کم رنګه او پښه نیولې ونډه پکې اخیستې ده .

د پښتنو د ټنګ ټکور په محفلونو کې ښځینه هنرمندانو ته تل د دود ، رواج او کلتوري بندیزونو په چوکاټ کې کتل شوي دي او په دې ډول د ښځينه هنرمندانو د هنر او فن کیفیت متاثره شوی دی.

خو نازیه اقبال له هغو محدودو پښتنو ښځینه سندرغاړو ده چې هم ځوانه ده او هم ښکلې ده خو بیا هم دا یوازې د سټډیوګانو له منځه نه بلکې د سټیج پر سرهم د خپل اواز مینه والو ته سندرې وايي.

د نازیه اقبال د هنر یو شمیر منتقدین د هغې ځينې سندرې بازاري او کم وزنه ګڼي ، خو د هغې یو شمیر پلویان استدلال کوي چې په خیبر پښتونخوا کې چې ژوند د تروریزم تر تهدید لاندې دی او خلک د پخوانیو دودونو او رواجونو په تناونو تړلي دي، د يوې ښځې په توګه د نازیه اقبال زړه ورتیا د ستاینې وړ ده .
XS
SM
MD
LG