د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۰

″د ښوونې د سکتور له چارواکو نه د کانکور په اړه پوښتنې وشوې″


د افغانستان د ولسي جرګې غړي
د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ خپله عمومي غونډه تر ډیره د کانکور ازموینې د نتایجو په اړه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت له مسؤلینو سره بحث ته ځانګړې کړې وه.

د کانکور د سږنیو نتایجو له اعلان وروسته اکثره وکیلانو دا انتقاد کاوه، چې د کانکور بهیر یو ځلې بیا د بې عدالتۍ ښکار شوې او یو ځلې بیا یو زیات شمیر زده کوونکي بې نتیجې پاتې دي.

داسې ښکاري، چې د ولسي جرګې د غړو فشارونه هم د هغو په زرګونو زده کوونکو ستونزې هوارې نه کړای شي، چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې پاتې دي.

دې جرګې د سه شنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته د لوړو زده کړو وزیر او د پوهنې وزارت مرستیال وربللي وو، څو د کانکور ازموینې د نتایجو په اړه خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړي او د حل لارې ورته ولټوي.

که څه هم د جرګې د غړو پرله پسې فشارونو ونه کړای شول، چې د موجوده ستونزې د حل لپاره کومه لار پرانیزي، خو په پای کې ځینې سپارښتنې وړاندې شوې، څو لږ تر لږه د انجونو په سهمیې کې د انډول د رامنځ ته کولو سبب شي.

د جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر، چې د غونډې مشري یې کوله په دې اړه د جرګې سپارښتنې داسې بیان کړې.

″د نجونو د تبدیلۍ او د ۱۵ نمرو مرستو لپاره دې میکانیزم جوړ شي، د تجدید نظر لپاره میکانزم او بلاخره د کانکور د شفافیت، لاسوهنو او نمیګړتیاوو په هکله ولسي جرګې ته بشپړ راپور وکړل شي.

د لوړو زدکړو بودجې ته دې خاصه توجه وکړي، بودجه دې ورته لوړه کړي، ترڅو په راتلونکي کې زموږ ځوانان، خوېندې او ورونه له داسې مشکلاتو سره لاس اوګرېوان ونه اوسیږي.″

د جرګې له خوا دا سپارښتنې په داسې حال کې وړاندې شوي، چې اکثره وکیلان د کانکور له نتایجو خوښ نه وو او دوی د بې نتیجې پاتې کسانو د ستونزې د حل غوښتنه کوله.

د کانکور د ازموینې نتایج ښیي، چې د سږ کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت یوازې څلویښت زره محصلین جذبولی شي.

که څه هم په زرګونو زده کوونکي د بوهنې وزارت پورې اړوندو د نیمه لوړو زده کړو موسیسو ته ورپیژل شوي، خو ویل کیږي، چې اووه څلویښت زره نور بې نتیجې پاتې دي.

د پوهنې وزارت مرستیال محمد اصف ننګ بیا وویل، چې دا زده کوونکي به د یوې بلې ازموینې له اخستلو وروسته د دوی د نیمه لوړو زده کړو په موسساتو کې جذب شي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیداله عبید دا د تیرو څو کلونو ستونزه وبلله، چې په وینا یې په څو ورځو کې یې حل ناشونی بریښي.

″زیاته هڅه د دې لپاره کیږي، چې هم کمیت یې زیات وي او هم کیفیت یې ښه وي، موږ څو څو وارې دا خبره تکرار کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت دا وړتیا نه لري، چې په یو مخیزه توګه په څو ورځو او اونیو کې دا ستونزه، چې له تیرو څو کلونو پاتې حل کړي.″

کتونکي هم تاییدوي، چې دا ستونزه له تیرو څو کلونو موجوده ده او په وار وار لیدل شوي، چې د کانکور ګډونوالو بیا بیا د اعلان شویو نتایجو په اړه اعتراض هم کړی.

خو دوی دا خبردارې هم ورکوي، که د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام ونه شي، نو نه یوازې دا، چې په لوړو زده کړو کې به انډول له منځه ولاړ شي، بلکې نورې ټولنیزې ستونزې هم له ځانه سره ولري.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG