د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

"په نورو۱۰کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک شي"


د ام،ډي،سي د موسسې رییس انجنیرمحمد شهاب حکیمي
د ام،ډي،سي د موسسې رییس انجنیرمحمد شهاب حکیمي
د اوتاوا د تړون په خلاف د ماین پاکۍ موسسې اټکل کوي، چې له ماینونو او نا چاودیدونکو موادو څخه د افغانستان د پاکولو لپاره نورو لسوکلونو او سلګونو میلیونو ډالرو مرستو ته اړتیا ده.

په اوتاوا کې د ماینونود تحریم کنوانسیون پریکړه کړې وه، چې افغانستان باید تر۲۰۱۳ میلادي کاله پورې په بشپړ ډول له ماینونو څخه پاک شوی هېواد اعلان شي.

خو په کابل کې د سې شنبې په ورځ د ماین پاکې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې د ام،ډي،سي د موسسې رییس انجنیرمحمد شهاب حکیمي څرګنده کړه، چې اوس هم په افغانستان کې پنځه سوه اته اتیا کیلومټره مربع ځمکه کې ماینونه او نا چاودیدلي مواد ښخ دي چې د ده په خبره پاکولو ته یې ډیر وخت او ډیرې مالي مرستې په کار دي:

"نن نږدې پنځه پنځوس فیصده کارونه خلاص شوي، که چیرې نور ماینونه ونه کارول شي او په همدې ظرفیت او مالي امکانات چې تر اوسه موږ ته راکړل شوي لس کاله وروسته به افغانستان له ماینونو څخه پاک اعلان کړو.

خو په دې برخه کې مالي مرستو ته اړتیا شته، چې باید مرسته کوونکي دې مرستو ته دوام ورکړي."

د ماین پاکې موسسې وایي، چې په افغانستان کې په تیرو درویشتو کلونو کې په یو سل او اته ولسوالیو کې اولس زره نه سوه اوه شپیته جنګي او نولس سوه څوارلس د اوسیدو سیمې له ماینونو څخه پاکې شوي دي.

دوي دغه راز اټکل کوي، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په هره میاشت کې دوه پنځوس تنه د ماینونو او نا چاودیدونکو موادو په چاودنه کې مړه یا ټپیان شوي، چې په سلو کې شپیته یې ماشومان وو، خو په ۲۰۰۰ میلادي کال کې دا شمېر په هره میاشت کې یو سل او شپږ اویا تنه وو.

په عین حال کې په کابل کې د ماینونو پر ضد د ملګروملتونو د خدماتي ادارې استازې ابیګیل هارټلي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د ماینونو پر ضد مبارزه پیاوړې هماهنګۍ ته اړتیا لري، دې په دې برخه کې د ملګروملتونو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه او له مرسته کوونکو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي:

"کله چې داسې فکر وشي، چې افغانستان به په یوه لسیزه کې د ماینونو له ستونزو څخه وژغورل شي دا ډیر ښه فکر دی.

د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ پلان جوړونکي دیته ژمن دي دوي به وکولای شي دا پروګرام عملي کړي، خو په دې برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو مرستې او د افغان حکومت ملاتړ اړین دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې ژمن دی او موږ دیته ډیر لیواله یو، چې له ماینونو څخه پاک افغانستان وګورو."

سره له دې چې په افغانستان کې د مین پاکې دوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې چې کابو څوارلس نیم زره کارکوونکي لري فعالیت کوي، خو یو شمېر خلک د دوي پر کارونو انتقادونه کوي او وایي، چې د ماین پاکۍ پرځای یې خپلو ګټو ته پام کړی او په ډیرو سیمو کې په تکرار سره ماینونه لټوي.

د ماین پاکۍ موسسې وایی چې په تیرمیلادي کال کې شاوخوا دوه نوي ملیونه ډالرد ماین پاکۍ په برخه کې لګول شوي اوپه راتلونکو لسو کلونوکې هم هرکال د نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو همدې اندازه مرستو ته اړتیا شته.
XS
SM
MD
LG