د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۲

امریکا د ″حافط محمد″ پر سر د لس ملیونه ډالرو جایزه اعلان کړه


په پاکستان د لشکر طیبه د سخت دریځې ډلې بنسټ اېښودونکی حافط محمد سعید.
متحدوایالاتو د هغه سخت دریځې پاکستانۍ وسله والې ډلې د بنسټ ایښودونکي پر سر د لس ملیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده، چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې تروریستي حمله تنظیم کړې وه.

د ممبې په ښار کې د دې حملې په ترځ کې تر ۱۶۶ تنو زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخیمان شوي وو.

حافظ محمد سعید هغه څوک دی، چې څه باندې دېرش کاله مخکې یې په پاکستان کې د لشکر طیبه په نوم د سخت دریځې ډلې اساس کېښود. دا ادعا شته چې لشکر طیبه ډله د کشمېر په برخه کې پر هند د فشار راوستلو لپاره، د پاکستان د استخباراتو د ادارې په ملاتړ رامنځ ته شوې وه.

اسوشیېټډ پرېس وايي، چې د حافظ سعید پر سر د امریکا له خوا د لس ملیونه ډالرو جایزه اعلانیدل، ښايي د واشنګټن او اسلام اباد پيچلې اړیکې لا هم ترینګلې کړي دي.

د حافظ محمد سعید پر سر اعلان شوې جایزه د امریکا له خوا تر ټولو ډیرې پيسې دي، چې د یوه تن د نیول کیدو لپاره اعلانیږي.

د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر په سر هم، همدومره جایزه ايښودل شوې ده.

د الزواهیري پر سره ۲۵ ملیونه ډالره جایزه اېښودل شوې:

د امریکا له خوا یوازې د ایمن الزواهیري پر سر تر دې دواړو زیاتې پيسې اعلان شوې دي. الزواهیرې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د القاعده مشري ته انتخاب شوی دی، د امریکا متحدو ایالاتو ۲۵ ملیونه ډالره جایزه ایښې ده.

د لشکر طیبه بنسټ ايښودونکی حافظ محمد سعید په ازادانه ډول په پاکستان کې جلسې جوړوي، په تلویزیوني پروګرامونو کې برخه اخلي اونظر څرګندوي.

متحدو ایالاتو همدا راز د لشکر طیبه ډلې د مرستیال مشر ″حافظ عبدالرحمن مکي″ پر سر د دوو ملیونو ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

د هندۍ ورځپاڼې ″ټایمز اف انډيا″ په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ″وینډي شیرمن″ د لشکر طیبه د مشر او مرستیال پر سر دا جایزه پرون هند ته د سفر په ترځ کې اعلان کړه.

د هند په ممبی ښار کې د ۲۰۰۸ میلادي کال تروریستي حملې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ روابط لا کړکیچن کړل او د دواړو ترمنځ لاهم د مسلې په سر د تورونو پورې کولو، ادعاوو او سیاسي شکایتونو لوبه روانه ده.
XS
SM
MD
LG