د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۲

د امریکا یو لوړ رتبه دیپلومات به روانه اونۍ پاکستان ته ولاړ شي


د امریکا یو لوړ رتبه دیپلومات به روانه اونۍ پاکستان ته ولاړ شي ترڅو د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلو روابطو د بیا جوړولو او د همکاریو د پراختیا په اړه له پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پارلمان له امریکا سره د خپل هېواد د اړیکو پر کتنه بوخت دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې د دوې یو لوړ رتبه دیپلومات د خبرو لپاره اسلام اباد ته روان دی.

دا د امریکا او پاکستان ترمنځ د خبرو او مذاکرو د بیا پيل په لړ کې یو بل ګام بلل کېږي، څو ورځې مخکې ولسمشر اوباما په جنوبي کوریا کې د پاکستان له صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني سره کتلي وو.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان، امریکايي جنرال جان الن او د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جیمز ماتیس هم تیره میاشت په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، چې اسلام اباد ته د دې وزارت د مرستیال (تام نیدس) د سفر هدف پرهغو مسایلو چې د دواړو لپاره مهم دي لکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت، امنیت او اقتصادي پراختیا، خبرې کول دي.

اعلامیې د ولسمشر بارک اوباما پر دې نظر ټينګار کړی دی، چې د پاکستان د پارلمان دا وروستۍ اقدام چې د واشنګټن او اسلام اباد روابط څيړي، د ستایلو وړ دی.

په پاکستان کې چې له امریکا څخه یې له تروریزم سره د مبارزې لپاره په تیرو کلونو کې اتلس ملیارد ډالر تر لاسه کړي وو، د اسامه بن لادن وژل کېدل د امریکا د کانګرس غړي پر اسلام اباد په غصه کړل.

د امریکايي ځواکونو په یوه حمله کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان حکومت د امریکا د ملګرتیا په اړه شک څرګند کړ او هغه ترانزیتي لارې یې بندې کړې، چې په افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو لپاره اکمالات پرې کېدل.

سره له دې چې ولسمشر په دې پيښه خواشیني څرګنده کړه، خو د معذرت له غوښتلو یې ډډه وکړه.

اوس د پاکستان پارلمان د امریکايي عسکرو لپاره د اکمالاتو د لارو د بیا پرانیستلو څخه مخکې، پر خپلو شرایطو او امکاناتو بحث کوي.

په شرایطو کې ښايي د امریکا له خوا د معذرت غوښتل، د بې پيلوټه الوتکو د حملو بندیدل او د ناټو د موادو پر کاروانونو د ټکس ایښودل شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دوي لوړ رتبه دیپلومات به په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره وګوري.
XS
SM
MD
LG