د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د چټک ایستلو خبره رد کړه


د ناټو عمومي منشي، اندرس فوګ راسموسن، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو د مسلې په ارتباط د ځینو ټکو د روښانه کولو لپاره وویل، د ناټو تړون په دوه زره لسم کې د لیزبن په غونډه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې یو شمېر افغان او لویدیځ مقامات راتلونکي میلادي کال ته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د یوه هدف په سترګه ګوري.

اندرس فوګ راسموسن ټینګار وکړ، چې د ناټو تړون به د هغه پلان له مخې چې د لیزبن په غونډه کې تصویب شوی وو عمل وکړی:

"موږ افغان امنیتي ځواکونو ته د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د پروسې د عملي کولو په برخه کې چې د لیزبن په غونډه کې پرې موافقه شوې وه، مخ په وړاندې روان یو.

زموږ هدف نه دی بدل شوی، په پروګرامونو او ارادو کې مو هم بدلون نه دی راغلی."


د راسموسن په وینا د دوه زره دیارلسم میلادي کال تر پایه به د افغانستان د وروستیو ولایتونو او سیمو امنیت هم افغاناتو ته وسپارل شي.

د ناټو عمومي منشي د غه راز وویل، چې په وروسیتو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو له خوا په حملو کې کمی راغلی:

"له ستونزو سره سره موږ په عمل کې د بریالیتوبونو شاهد هم وو.

د جنوری او فبروری په میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په نسبت د وسله والو په حملو کې په سلو کې دوه ویشت کمې راغلی.

په حقیقت کې د دوه زره یوولسم کال د مې د میاشتې راهیسي د وسله والو حملې د مخکنیو میاشتو په نسبت کمې شوي دي.

دا د دښمن له خوا په حملو کې د یوې اوږدې مودې مخ په زوړه بهیر ښکارندوی ده، چې د ایساف د ځواکونو له خوا ثبت شوی دی."


د ناټو عمومي منشي هغو اندیښنو سره په پام سره چې ښایي افغان پولیس او عسکر ونشي کولای چې امنیتي چارې په سمه توګه تامین کړي، دا ومنله چې په دې برخه کې یو څه ستونزې شته، خو افغان امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او کله چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځې دوي به د دې توان ولري، چې له دښمن سره مقابله وکړي.

هغه وویل، په شیکاکو کې د ناټو د مې د میاشتې د سرمشریزې په غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د راتلونکې رول او د افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستو په اړه پریکړې وشي.
XS
SM
MD
LG