د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

زلمی رسول به نن په قطرکې د سولې پرهلوځلو خبرې وکړي


ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول نن په دوحه کې د قطر له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر هلوځلو خبرې وکړي.

راپورونه وايي، چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر به له قطري چارواکو سره په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانیستلو او دغه راز د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د استازو د خبرو د امکاناتو په برابرولو کې د قطر پر رول خبرې وکړي.

په همدې حال کې ویل شوي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف دوبۍ ته تللی، چې د افغانستان د لانجې د پای ته رسولو لپاره په بین الافغاني خبرو کې ګډون ته طالبان وهڅوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG