د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

افغانستان او هالنډ نن هم د کرکټ مسابقې ته دوام ورکوي


د افغانستان او هالنډ د کرکټ ټیمونه به نن هم د متحده عربي اماراتو په شارجې کې خپلې څلور ورځنۍ مسابقې ته دوام ورکړي.

د دې لویې په لومړۍ ورځ پرون هالنډي لوبغاړو ۱۳۳ منډې جوړې کړې. د څلور ورځنیو سیالیو د معمول خلاف هالنډي لوبغاړي ژر وسوځېدل خو افغان لوبغاړي تر دوی هم ژر وسوځېدل.

افغان ټیم د خپلو ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره پرون کیپتان نوروز منګل ښه لوبه وکړه. ده ۶۷ منډې جوړې کړې.

عزت الله دولتزي او دولت ځدران د لوبې په لومړۍ پاڼۍ )یننګز) کې څلور- څلور هالنډي لوبغاړي وسوځول.

هالنډي لوبغاړي په دويمه پاڼۍ کې نهه لوبغاړي او یوولس زیاتې منډې لري.
XS
SM
MD
LG