د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

روسېې د سورېې د دوستانو په نامه نړیواله غونډه رد کړه


د روسيي د بهرنیو چارو وزارت د سورېې د دوستانو تر عنوان لاندې غونډه چې د یکشنبې په ورځ د ترکې په استانبول کې ترسره شوه، رد کړې ده.

روسيي ویلي، د دې غونډې پریکړې په سوریه کې د روانې شخړې او تاوتریخوالي د سوله ایز حل لپاره له روانو هڅو سره په تضاد کې دي.

روسېې او چین چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې يې د سورېې پر ضد د متحده ایالاتو او نورو لویدیځو قوتونو له خوا وړاندې شوی پریکړه لیک ویټو کړي، د استانبول په غونډه کې ګډون ونه کړ.

روسیه له سورېې سره پخوانۍ ټینګي اړیکې او له دغه هېواد سره د مدیترانې په ساحلي سیمه کې د سمندري ځواکونو اډه لري.

په استانبول کې د سورېې د دوستانو په نامه غونډه کې د سورې د حکومت له اپوزسیون سره د ارتباطاتو او په نورو برخو کې د میلیونونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه او د بشار الاسد د رژیم د مخالفانو ملي شورا يې په رسمیت وپیژندله.

غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن په خپلو څرګندونو کې د سورېې حکومتي مقاماتو ته خبردارۍ ورکړ چې که د خلکو پر ضد تاوتریخوالي بند نه کړي نو له جدي پایلو سره به مخامخ شي .

میرمن کلنټن وړاندې وویل:

"موږ نن په فوري توګه د سورېې د خلکو د وژلو د بندیدو غوښتنه وکړه، له ګډ استازي کوفي عنان څخه مو وغوښتل، چې د خپل راتلونکو ګامونو لپاره وخت وټاکې.

نړۍ به سترګې پټې نه کړي .بشار الاسد باید ګوښه شي او د سورېې خلک باید د خپلې راتلونکې د ټاکلو لپاره ازاد وي."


د سورېې ولسمشر بشار الاسد دغه هیواد ته د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ګډ استازي ته ویلي چې هغه به د اصلاحاتو لپاره ګامونه واخلي خو نوموړي ټینګار کړی چې مخالفان باید وسله وال فعالیت ودروي.

د ملګرو ملتونو د تخمین پر اساس تر اوسه پورې د سورېې په یو کلنې شخړه کې شاوخوا ۹ زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG