د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

"ننګرهارکې د چارواکو له خوا زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې"


د مهمندو دا قومي مشران چې د شکایت لپاره کابل ته راغلي د ثمرخیلو د سرخ دیوال په سیمه کې د دې زرګونه جریبه ځمکې په غصب کې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی تورنوي او وایي، چې د دوي مکرروغوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

د مهمندو د قومي شورا رییس حاجي جهانزیب مهمند د دوشنبې په ورځ د ملي شورا په انګړ کې خبریالانو ته وویل، چې د ګل اغا شیرزي په ملاتړ څو تنه زورواکي غواړي چې پر کابو شل زره جریبه ځمکه خیټه واچوي او د دوي په خبره ښارګوټي په کې جوړ کړي.

دوي خبرداری ورکړ که چیرې غوښتنو ته یې ملي شورا او جمهوري ریاست مثبت ځواب ونه وایي نو چمتو دي چې د دې ځمکې پرسرخپلې وینې هم تویی کړي:

"که چیرې دولت غواړي چې له دې ځمکو او ډاګونو څخه داسې ګټه واخلي چې د افغانستان ټولو خلکو ته یې ګټه ورسیږي کولای شی.

خو که سوداګر او قاچاق کوونکي غواړي چې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي زه ډاډ درکوم چې موږ به ورسره مقابله وکړو او په ټول هېواد کې به خلک ووایي، چې پر دوي زور زیاتی کیده او دوي خپله دفاع وکړه."


د ننګرهار ولایت د مهمندو دې قومي مشرانو که څه هم څرګنده کړه، چې دا ځمکې ټولې دولتي دي خو ویې ویل، چې ولسمشر کرزي یوازې د نږدې دوه سوه جریبه ځمکې امر دې کسانو ته ورکړی او دوي غواړي چې په دې پلمه شل زره جریبه دښته خپله او بیا یې پرخلکو وپلوري.

دوي دغه راز وویل، چې په تیرو څو کلونو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو په ځانګړي توګه جلال اباد ښار ته ورڅیرمه سیمو کې د یو شمېر زور واکو له خوا زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب او پرجعلي اسنادو په ډیره لوړه بیه پر نورو خلکو پلورل شویدي.

خو د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادي راډیو ته وویل چې د یوسل اونهه اتیا لومړۍ درجې ځمکې په بدل کې د شیرمحمد څرخي ورثوو ته د هغه د ځمکو په بدل کې د ولسمشرکرزي د فرمان له مخې ورکول شویده.

ده د دغو قومي مشرانو تورونه نا سم وبلل او ویې ویل چې د ننګرهار والي او نور سیمه ایز چارواکي په دې مساله کې ښکیل نه دي:

"دا د مرکز امر وو دلته یوازې عملی شوي دی او دا پریکړه په مرکز کابل کې د عدلي اوحقوقي بورډ له خوا شوی ده.

د شیرمحمد څرخي ورثوو ته شپږمه درجه ځمکه په تبادله کې ورکړل شوې او د یو سل او نهه اتیا جریبه لومړۍ درجې ځمکې تبادله چې څومره کیږی دلته به هغوی ته ورکول شي."

پر ننګرهار ولایت سربیره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یوه لویه ستونزه چې حکومت اوخلک ورسره مخامخ دي د دولتي او شخصي ځمکو او جایدادونو غصب کول دي.

د کرنې وزارت چارواکو څه موده مخکې څرګنده کړه چې د افغانستان په سطح ملیونونه جریبه دښتې او ډاګونه د یوشمیرخلکو لخوا غصب شوي او دا لړۍ اوس هم په هر ولایت کې په درز سره روانه ده اود مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG